د بنو د پوليسو مشر (ډي پي او) کپتان (ر) محمد فرقان بلال ويلي دي، چې د بنو د منډان تاڼې په حدودو کې د کينګر پل پر پوليس څوکۍ د وسله والو د بريد هڅه د پوليسو له چټک غبرګون وروسته ناکامه شوې ده.
ډي پي او وویل، چې وسله والو ،د جولایۍ په ۱۰، د شپې پر مهال پر پوليس څوکۍ د بريد هڅه وکړه، خو پوليسو سمدستي او اغېزمن ځواب ورکړ او د هغوي بريد يې شنډ کړ. د نوموړي په وينا، د بريد له پېل سره سم د هغه په لارښوونه د پوليسو اضافي ځواک سيمي ته ورسېد او د وسله والو پر ضد يې عمليات پېل کړل.
چارواکي وايي، د نښتې پر مهال د پوليسو او وسله والو ترمنځ سختې ډزې وشوې. پوليسو د سيمي د څار او عملياتو لپاره کواد کاپټر ډرون هم وکاراوه، چې له امله يې د وسله والو خوځښت تر څار لاندې وساتل شو.
ډي پي او محمد فرقان بلال زياته کړه، چې پوليسو په دې عملياتو کې مسلکي وړتيا، زړورتيا او کلک هوډ وښود او د بريد کوونکو موخه يې ناکامه کړه. هغه ټينګار وکړ چې د بنو پوليس د هر ډول وسله والو بريدونو د مخنيوي او د خلکو د سر او مال د خونديتوب لپاره هر وخت چمتو، ويښ او ژمن دي.
تر اوسه د نښتې د احتمالي مرګ ژوبلې يا د بريد کوونکو د برخليک په اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوي.


غلام اکبر مروت