د افغانستان د تېر جمهوري نظام وروستي لوړپوړي پوځي چارواکي او د متحدې جبهې مشر، سمیع سادات، ویلي دي چې د افغانستان د ژغورنې او ازادۍ لپاره له وسله والې مبارزې او جګړې پرته بله لاره نه‌ده پاتې.

نوموړي ،د جولایۍ په ۱۱مه، په خپل ایکس پاڼه لیکلي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغان ولس له بې‌ ساري ظلم، محدودیتونو او سختو کړاوونو سره مخ دی. د هغه په وینا، طالبانو د افغان نارینوو، ښځو، ماشومانو او سپینږیرو ژوند له ستونزو او محدودیتونو سره مخ کړی دی.

 



سادات ویلي، داسې هېڅ ډول ظلم نه‌ شته چې طالبانو پر افغان ولس نه وي کړی، او دعوه یې کړې چې افغانستان د دغې ډلې تر واکمنۍ لاندې د له‌ منځه تلو له ګواښ سره مخ دی.

هغه د افغانستان د تاریخ او پخوانیو ویاړونو یادونه کړې او ویلي یې دي، چې هغه هېواد چې یو وخت د خپل تاریخ او عظمت له امله پېژندل کېده، اوس د طالبانو تر واک لاندې په «عصري غلامۍ» کې راګیر شوی دی. د هغه په خبره، د دې وضعیت د پای ته رسولو یوازینۍ لاره د طالبانو پر وړاندې درېدل او هغوي ته ماته ورکول دي.

د متحدې جبهې مشر ژمنه کړې چې د طالبانو تر ماتې او د داسې افغانستان تر جوړېدو پورې به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي چې په کې عدالت، مدني ازادۍ، امنیت او اقتصادي فرصتونه د ټولو وګړو لپاره برابر وي. هغه دا دعوه هم کړې چې طالبان به بالاخره مات شي او د افغانستان پخوانی ویاړ به بېرته را ژوندی شي.

بل لور ته، د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود هم ویلي دي، چې افغانستان داسې سیاسي نظام ته اړتیا لري چې په هغه کې هېڅ قام، مذهب یا سیاسي جریان ځان د هېواد یوازینی مالک ونه ګڼي، بلکې هېواد د ټولو افغانانو ګډ کور وي.

احمد مسعود په یوې انلاین غونډه کې ویلي، چې د افغانستان د ژغورنې لاره د خلکو د ارادې او د هغوي د پرېکړې حق له بېرته ورکولو پېلېږي. د هغه په وینا، دا د افغانستان د ټولو قامونو، مذهبونو، سیاسي جریانونو او وګړو ګډه غوښتنه ده.

تر اوسه طالبانو د جنرال سمیع سادات او احمد مسعود د دغو وروستیو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.