د باجوړ پولیسو ویلي دي، چې په خار تحصیل کې په یو پک اپ موټر د ریموټ کنټرول بم په چاودنه کې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
د پولیسو په وینا، چاودنه ،د جولایۍ په ۱۱مه، د لوي سم پولیس تاڼې اړوند د ۱۷۳ ونګ په سیمه، ماندل خوړ کې شوې ده.
د پولیسو په وینا، بم له مخکې د یوې ملکي ډاټسن (پک اپ) موټر لپاره ځای پر ځای شوی و، چې د چاودنې له امله یو کس په ځای وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
پولیس وایي، امنیتي ځواکونه او د پلټنو ډلې د پېښې ځای ته رسېدلي، سیمه یې کلابنده کړې او د چاودنې د څرنګوالي او هدف په اړه یې پلټنې پېل کړې دي.
د وژل شوي او ټپي شوي کس د هویت په اړه تر اوسه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي. پولیس وایي، د پېښې په اړه نور جزئیات به د پلټنو له بشپړېدو وروسته شریک شي.


حسبان الله باجوړې