د خیبر پښتونخوا د بونېر ضلعې د طوطالي خدوخېل په سیمه کې ناڅرګندو وسله‌ والو د پولیسو یو سرتېری په ډزو وژلی دی.

 

د ځايي سرچینو د لومړنیو معلوماتو له مخې، وژل شوی پولیس سرتېری مسکین‌ زاده نومېده. سرچیني وایي،  پېښه نن ،د جولایۍ پر ۱۲مه، هغه مهال رامنځته شوه چې نوموړی په یو دوکان کې موجود و چې وسله‌ والو پرې ډزې وکړې. هغه په ځای ساه ورکړه او بریدګر له سیمي وتښتېدل.

,

د برید مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی او د پېښې انګېزه هم لا نه ده روښانه شوې.

 

ځايي سرچیني دعوه کوي چې د پېښې ځای د پولیس تاڼې څخه شاوخوا ۵۰۰ متره لرې و، خو پولیس نږدې دوه ساعته وروسته ورسېدل. شال نیوز د دې دعوې خپلواک پخلی نه شي کولی او د بونېر پولیسو هم تر اوسه په دې اړه رسمي وضاحت نه دی خپور کړی.

 

سرچیني دا هم وایي چې د پېښې له مخه په سیمه کې د یو شمېر مشکوکو وسله ‌والو د موجودیت اطلاعات وو او د ترهګرۍ ضد پولیسو د هغوي د نیولو لپاره چاپې هم وهلې وې. د دې دعوې په اړه هم تر اوسه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

تر اوسه د بریدګرو د پېژندنې، نیولو او د پېښې د انګېزې په اړه کره رسمي معلومات مخې ته نه دي راغلي.

 

شال نیوز به د پېښې په اړه د چارواکو رسمي دریځ او نور کره معلومات له ترلاسه کېدو سره سم خپاره کړي.