د سوات د برې سیمپ، تحصیل مټې، په اړه په ټولنیزو رسنیو او ځینو سیمه ییزو رسنیو یوه ویډیو خپره شوې چې پکې وسله وال لیدل کېږي او دعوه کوي چې د ترهګرۍ ضد پولیسو (سي ټي ډي) یو ډرون یې په ډزو غورځولی دی.
د جولایې په ۱۲مه، په خپرې شوې ویډیو کې یو زیانمن شوی ډرون ښکاري، خو تر اوسه د خیبر پښتونخوا پولیسو، د ترهګرۍ ضد پولیسو (سي ټي ډي)، د سوات ضلعي پولیسو او یا هم ضلعي انتظامیې د دې دعوې یا د ویډیو په اړه کوم رسمي بیان نه دی خپور کړی او نه یې پخلی کړی دی.
شال نیوز د موضوع د کره والي لپاره له اړوندو سرچینو سره د اړیکو او د موجودو معلوماتو د ارزونې هڅه کړې، خو تر دې دمه داسې کوم رسمي یا خپلواک ثبوت نه دی ترلاسه شوی چې وښيي په ویډیو کې ښکاره شوی ډرون د کومې ځانګړې امنیتي ادارې پورې اړه لري او یا هم د وسله والو له لوري غورځول شوی دی.
بل لور ته، ، د جولایۍ د ۱۱مې، شپې راهیسي په ټولنیزو رسنیو کې دا راپورونه هم خپاره شوي چې ګواکې د تحصیل مټې د اشاړي پر پولیس چوکۍ ډزې شوې دي.
ځايي اوسېدونکي وایي، د شپې د ډزو غږونه اورېدل شوي او د سیمي یو شمېر خلکو هم ځوابي ډزې کړې دي، خو د دې پېښې په اړه هم تر اوسه د پولیسو یا ضلعي انتظامیې له خوا کوم رسمي تایید یا تفصیلي معلومات نه دي خپاره شوي.
د یادونې وړ ده چې د سوات د مټې او شاوخوا غرنیو سیمو کې په وروستیو کلونو کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د فعالیتونو او د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په اړه ګڼ رسمي راپورونه خپاره شوي دي. له همدې امله دغه سیمه د امنیتي پلوه له حساسو سیمو څخه ګڼل کېږي او وخت ناوخت پکې امنیتي عملیات او د وسله والو پر ضد اقدامات ترسره کېږي.
خو د سیمي امنیتي سابقه په خپله دا نه ثابتوي چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی ډرون د همدې پېښې، کومې ځانګړې وسله والې ډلې یا کومې امنیتي ادارې سره تړاو لري.
شال نیوز به د اړوندو چارواکو رسمي دریځ او هر ډول نوي پرمختګونه له ترلاسه کېدو سره سم خپاره کړي.


عصمت علي اخون