د بر سوات په سیاحتي سیمه ګبین جبه کې د پنجاب څخه راغلو سېلانیانو ډبل کېبن موټر له کنټروله ووت او د سړک غاړې خوړ ته ولوېد، چې له امله یې درې تنه سېلانیان ټپیان شول.
د سرچینو په وینا، د جولايۍ په ۱۲مه، د شپي ناوخته رامنځته شوې پېښه کې د ټپیانو پېژندنه د عفان، احمد او عاطف په نومونو شوې ده.
د ریسکیو طبي ډلې ټپیانو ته پر ځای لومړنۍ طبي مرستې ورکړې او وروسته یې د لا نورو درملنو لپاره روغتون ته ولېږدول.


عصمت علي اخون