د خیبر پښتونخوا د کوهاټ ضلعی د لاچي تحصیل په مالګین سیمه کې د سخت باران له امله د یو کور چت نړېدلی، چې له امله یې د مړو شمېر لسو ته لوړ شو.

 

د ژغورنې ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ چارواکو ویلي، چې پېښه ،د جولایۍ په ۱۳مه، هغه مهال رامنځته شوه چې په کور کې د خپلوۍ یوه دستوره روانه وه او د چت تر نړېدو وروسته ګڼ کسان تر ملبې لاندې شول.

 

د ریسکیو ۱۱۲۲ د لومړني معلوماتو له مخې، د ژغورنې ډلو د یوې ماشومې او څلورو ښځو مړي له ملبې راویستي او پینځلس نور کسان یې په ټپي حالت کې ژغورلي وو، چې ټپیان د درملنې لپاره د کوهاټ روغتون ته لېږدول شوي وو.

 

د روغتیايي سرچینو له مخې په ټپیانو کې ځیني په نازک حالت کې روغتون ته لېږدول شوي وو چرته چې د درې نورو ماشومانو په ګډون پینځه ټپیانو ژوند له لاسه ورکړ.

 

د ریسکیو چارواکو له مخې په مړو شوو کې ۲۵ کلنه نبیله، درې کلن سیف الله، ۷ کلن ارحم، ۴ کلنه رویزه، ۵۰ کلنه بسمینه، ۴۵ کلنه نواب جانه، ۶۰ کلنه سکینه، ۴۲ کلنه نبیله بي بي، ۵ کلن نصیب الله شامل دي، په داسې حال کې چې د فرمینه عمر ندی ښودل شوی.

 

د چارواکو په وینا په ټپیانو کې پینځه ټپیانو درملنه شوې او نور څلور ټپیان د لا درملنې لپاره د لاچي روغتون ته لېږدول شوي، په داسې حال کې چې د یو ټپي وضیعت نازک ښودل شوی او د ضلعي روغتون ته لېږدول شوی.