د خيبر پښتونخوا د هنګو ضلعې پولیس وايي، چې د ټل تاڼې په حدودو کې د فېډرل کانسټېبلرۍ (ایف سي) د نوې ډنډ قلعې په اړه په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې هغه دعوې ناسمې دي چې ګواکې وسله والو پر دغه قلعه قبضه کړې ده.
د هنګو د پولیسو مشر (ډي پي او) طارق حبیب خان ،د جولایۍ په ۱۳مه، ویلي دي چې په ټولنیزو رسنیو د ناپېژانده وسله والو له خوا خپرې شوې ویډیو او دعوې وروسته د هنګو پولیسو، د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي)، فرنټیر کانسټېبلرۍ او البرق کمانډو په ګډه د سیمي د لټون او عملیات ترسره کړل.
د هغه په وینا، امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د قلعې او شاوخوا سیمي بشپړه پلټنه وکړه او تر عملیاتو وروسته یې په قلعه کې خپل حضور هم ډاډمن کړ. ډي پي او طارق حبیب خان وایي، چې اوس مهال وضعیت په بشپړ ډول ارام دی او سیمه د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.
هغه دا هم وویل چې د هنګو “یو انچ خاوره” به هم وسله والو ته د خوندي پټنځای په توګه پرېنښودل شي، او زیاته یې کړه چې د ترهګرۍ د مخنیوي، د خلکو د سر او مال د ساتنې او په ضلعه کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره به د ټولو قانون پلي کوونکو ادارو ګډ عملیات دوام ولري.
تر اوسه د ټولنیزو رسنیو د هغو ویډیوګانو د خپلواکې سرچیني له خوا پخلی نه دی شوی چې پکې د نوې ډنډ قلعې په اړه د وسله والو د ولکې دعوه شوې وه.


شال نیوز