د خیبر پښتونخوا د بر دیر ضلعې په لرجم تحصیل کې لسګونو اوسېدونکو د بجلې د اوږد او بې‌ اعلانې پرېکون (لوډشېډنګ) پر ضد احتجاج کړی او د دیر تر چترال لویه لاره یې د هر ډول تګ راتګ لپاره تر څو ساعته تړلې وه.

 

د راپورونو له مخې، مظاهره کوونکي ،د جولایۍ په ۱۳مه، د عشیرۍ درې په سیمه کې راټول شول او د داروړه سور پل په سیمه کې یې پر سړک ناسته وکړه. د احتجاج له امله د دیر تر چترال او کمراټ پر لویه لاره دواړو غاړو ته د موټرو اوږده کتارونه جوړ شول او مسافران یې تر څو ساعته له ستونزو سره مخ کړل.

 

احتجاج کوونکو د بجلۍ د بې‌ اعلانه بندښت، ټیټ ولټاژ او د بجلۍ د دوامداره نشتوالي پر ضد شعارونه ورکړل. مظاهره کوونکو وویل چې په سیمه کې اوږدمهاله او بې‌ اعلانه لوډشیډنګ د خلکو ورځنی ژوند سخت اغېزمن کړی دی. د دوي په وینا، د ټیټ ولټاژ له امله نه یوازې کورني وسایل سم کار نه کوي، بلکې سوداګر هم له اقتصادي زیانونو سره مخ دي.

 

احتجاج کوونکو له اړوندو چارواکو غوښتي چې سیمي ته دې د بجلۍ منظم او دوامدار سیستم برابر کړي او د خلکو ستونزو ته دې زر تر زره رسېدنه وکړي.