د خیبر پښتونخوا د لکي مروت ضلعې د کرم پله سره نږدې ،د جولایۍ په ۱۵مه، ناڅرګندو وسله والو د سرکاري پرایمري سکول هیډماسټر، حاجي نقیب الله خان، په ډزو وژلی دی.
ځايي سرچيني وايي، حاجي نقیب الله خان د سرکاري پرایمري سکول هیډماسټر و او د جماعت اسلامي د ډيواله سيمي امير هم و. سرچيني زياتوي چې بريدګر له پېښې وروسته له سيمي تښتېدلي دي.
د بريد انګېزه تر اوسه نه ده معلومه او د کومې ډلې له خوا هم د دې بريد مسؤليت نه دی منل شوی. تر اوسه د لکي مروت پوليسو او ضلعي انتظاميې د پېښې په اړه رسمي بيان نه دی خپور کړی.


شال نیوز