د پېښور د څوکنو په حاجي اباد سیمه کې یو نرښځی په ډزو وژل شوی او بل ټپي شوی دی. د څوکنو پولیسو شال نیوز ته ویلي دي، چې دا پېښه ،د جولایۍ په ۱۵مه، د سهار شاوخوا څلور بجې رامنځته شوې، کله چې ناڅرګنده وسله والو پر دوو نرښځیانو ډزې وکړې.
د پولیسو په وینا، وژل شوی نرښځی ،مشال عرف مشي، نومېده او عمر یې شاوخوا ۲۵ کاله و. ټپي شوی نرښځی ،بصیر، نومېږي چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی.
پولیسو ویلي دي، چې د پېښې له ځایه یې شواهد راټول کړي، د ناڅرګندو بریدګرو پر ضد یې مقدمه ثبت کړې او د هغوي د نیولو لپاره یې پلټنې پېل کړې دي.
د نرښځیانو د حقونو لپاره کارکوونکی سازمان ټرانسجېنډر الاینس وایي، چې له ۲۰۱۵م څخه تر ۲۰۲۴م کال پورې په خیبر پښتونخوا کې ۱۲۵ نرښځیان وژل شوي دي.
دغه سازمان دعوه کوي چې په ډېرو قضیو کې د کمزورو قانوني مادو او د قضیو د سم تعقیب د نشتوالي له امله د نرښځیانو پر ضد د تاوتریخوالي په پېښو کې ککړ کسان له سزا څخه بچ پاتې کېږي.


خالده نیاز