د خیبر ضلعې د تيراه درې د اکاخېلو په شادله سيمه کې د مارټر ګولۍ د لګېدو له امله د دوو ماشومانو په ګډون درې کسان ټپيان شوي دي.

 

ځايي سرچينو شال نيوز ته ويلي دي، چې پېښه ،د جولایۍ په ۱۵مه، د غرمې وخت د شادلې د زميني چوک په سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د يوه استوګنيز کور پر ودانۍ د مارټر ګولۍ ولګېده. ټپيان سمدستي د لومړنۍ درملنې لپاره نږدې روغتيايي مرکز ته ولېږدول شول.

 

د سيمي د سرچينو په وينا، په تيراه کې د تېرې سې شنبې راهيسي د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې روانې دي. ويل کېږي، چې امنيتي ځواکونو د توپخانې په وسيله د وسله والو پر شکمنو پټنځايونو ډزې کړې، او وسله والو هم د راکټونو او بې‌ پېلوټه الوتکو په کارولو ځوابي بريدونه کړي دي.

 

سرچيني زياتوي، د دواړو لورو ترمنځ د درنو وسلو د ډزو له امله يو شمېر استوګنيز کورونه زيانمن شوي او د توپخانې ګڼې مرمۍ او نور توغندي پر کرنيزو ځمکو او شاړو سيمو هم لګېدلي دي.

 

تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې پر ياد کور لګېدلې د مارټر ګولۍ د کوم لوري له خوا ويشتل شوې وه، او که د بې‌ پېلوټه الوتکې بريد و.

 

د پاکستان پوځ تر اوسه د دې پېښې او په تيراه کې د روانو نښتو په اړه رسمي دريځ نه دی خپور کړی.