د پېښور د کوز تهکال په سیمه کې په یو کور کې د اور لګېدو له امله د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي دي. د ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند ویلي دي، چې اور ،د جولایې په ۱۶مه، د کور په هال کې ولګېد، هغه ځای چې فرنیچر، فوم او د کور نور د سوځېدو وړ سامان پکې اېښودل شوی و.
د ویاند په وینا، د پېښې له راپور ترلاسه کېدو وروسته د ریسکیو ۱۱۲۲ د اور وژنې او ژغورنې ډلې سمدستي سیمي ته ورسېدې او له څو ساعته عملیاتو وروسته یې اور تر کنټرول لاندې راوست.
ریسکیو ۱۱۲۲ وایي، د اور له مړ کېدو وروسته د لټون عملیات پېل شول او د کور له یوې خونې څخه د شپږو کسانو مړي راویستل شول. د چارواکو په وینا، په مړو شویو کې مېړه، مېرمن او د هغوي څلور ماشومان شامل دي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، ښیي د دغو کسانو مړینه د اور د سختې تودوخې او د لوګي د تنفس له امله رامنځته شوې وي، خو د مړینې وروستی لامل به د عدلي او تخنیکي پلټنو له بشپړېدو وروسته معلوم شي.
د ریسکیو ۱۱۲۲ له خوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې سراج (۵۵ کلن)، د هغه مېرمن (۴۰ کلنه)، حنایا (۹ کلنه)، حریره (۱۱ کلنه)، منهال (۳ کلنه) او حسنین (۴ کلن) خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
چارواکي وایي، د اور لګېدنې اصلي لامل تر اوسه نه دی معلوم شوی او د پېښې د څرنګوالي د معلومولو لپاره پلټنې پېل شوې دي.
د پېښې له ځایه ترلاسه شویو انځورونو او ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د کور دننه فرنیچر او نور سامان په بشپړه توګه سوځېدلی او د اور له امله کور ته هم د پام وړ زیان اوښتی دی.


شال نیوز