د خیبر ضلعې د لنډي کوتل سوداګر وايي، چې د تورخم دروازې د اوږدې مودې راهیسي د بندېدو له امله د دوي کاروبار سخت اغېزمن شوی او د بازار ډېر کاروبارونه په ټپه درېدلي دي.

 

د لنډي کوتل تاریخي بازار، چې خلک یې د “سرای بازار” په نوم پېژني، پخوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ یو مهم مرکز و. د سیمي ډېری خلک خپل روزګار له همدې بازار او د تورخم له لارې د تګ راتګ او سوداګرۍ څخه ترلاسه کاوه.

 

د جامو سوداګر یارمت شاه وايي، چې د تورخم پرانیستې دروازه د لنډي کوتل د بازار د ژوند کرښه وه. د هغه په وینا، افغان پېرېدونکي به بازار ته راتلل، سودا به یې کوله او همدغه تګ راتګ د ځايي خلکو د عاید لویه سرچینه وه.

 

نوموړي وویل، چې په ۲۰۱۵م او ۲۰۱۶م کلونو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کلنی ارزښت شاوخوا دوه نیم میلیارده امریکايي ډالرو ته رسېدلی و، چې د دې ګټه یوازې لویو سوداګرو نه، بلکې واړو دوکاندارانو ته هم رسېده.

 

د خوراکي توکو عمده پلورونکی حاجي شراب ګل وايي، د تورخم تر تړل کېدو وروسته یې پلور نږدې نیمايي ته راکم شوی دی. هغه وايي، اوس نه افغان پېرېدونکي پاکستان ته راتلی شي او نه هم د سیمي خلک د پخوا په څېر د سودا اخیستو وس لري.

 

د هغه په خبره، پخوا به یې وریجې، دال او نور خوراکي توکي افغان سوداګرو ته پلورل، هغوي به بیا دغه توکي د منځنۍ اسیا هېوادونو ته لېږدول، خو اوس دا کاروبار په بشپړه توګه بند شوی دی.

 

د عمومي توکو دوکاندار بلال خان هم وايي، چې اوس یې یوازې د سیمي لږ شمېر خلک دوکان ته ورځي او هغه هم یوازې د اړتیا وړ ارزانه توکي اخلي. نوموړي زیاته کړه چې د تورخم په بازار کې یې پر پور ورکړې پیسې هم بندې پاتې دي، ځکه هلته دوکانداران د کاروبار د بندېدو له امله د پورونو د ادا کولو توان نه لري.

 

د لنډي کوتل د مشهورو رستورانتونو مالکانو حاجي اختر او حاجي دادین هم وايي، چې د مراجعینو شمېر ډېر کم شوی او د رستورانتونو ورځني لګښتونه په سختۍ پوره کوي. حاجي اختر وايي، پخوا به یې هره ورځ لس یا دولس ګډوري حلالول، خو اوس په سختۍ سره د دوو یا درېیو ګډوریو غوښه پلورل کېږي. د هغه په وینا، د افغانستان څخه د څارویو د واردېدو بندېدو او د غوښې د بیو لوړېدو هم خلک اړ کړي چې ارزانه خواړه واخلي.

 

د لنډي کوتل سوداګر له دواړو حکومتونو غواړي چې د تورخم دروازه د عادي تګ راتګ او سوداګرۍ لپاره زر پرانیزي، ځکه د دوي په وینا، د پولې د بندېدو له امله د زرګونو کورنیو روزګار له جدي ستونزو سره مخ شوی دی.