د بنو ښار په بېلابېلو سیمو کې ،د جولایۍ په ۱۵مه، د درېیو ناپېژندلو کسانو مړي موندل شوي دي. د سرچینو په وینا، دوه مړي پر سرکلر سړک موندل شوي، په داسې حال کې چې درېیم مړی د منډان پارک ته نږدې موندل شوی دی.
مړي د بنو ضلعي مرکزي روغتون ته د قانوني طبي معاینې او پېژندګلوۍ لپاره لېږدول شوي دي.
تر اوسه د وژل شویو کسانو پېژندګلوي نه ده شوې او نه هم د هغوي د وژنې د لامل په اړه رسمي معلومات خپاره شوي دي.


غلام اکبر مروت