د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې او د چاپېریال ساتنې، زده کړو او پراختیا مؤسسې (اي پي ټي ډي او) ترمنځ د اقلیم بدلون او چاپېریال ساتنې په برخه کې د ۱۶۲ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ګډې همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو.
د چاپېریال ساتنې ادارې لخوا ،د جولایۍ په ۱۶مه، د خپرو شوو معلوماتو له مخې، دغه درې کلنه پروژه به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پلې کېږي او موخه یې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې، د چاپېریال ساتنې د ظرفیتونو لوړول او عامه پوهاوی دی.
د پروژې له مخې، په کابل او ننګرهار کې به ۲۰۰ کورني بنسټونه وارزول شي، له هغو څخه به ۴۵ بنسټونه د روزنیزو پروګرامونو لپاره وټاکل شي. همدارنګه، په کابل، هرات او بلخ کې به د چاپېریال ساتنې اړوند کنفرانسونه، او په کابل، ننګرهار او کندهار پوهنتونونو کې به د عامه پوهاوي کمپاینونه ترسره شي.
د تفاهم لیک له مخې، د چاپېریال ساتنې عمومي اداره به د پروژې همغږي، تخنیکي ملاتړ او څارنه کوي، او اي پي ټي ډي او مؤسسه به یې د نافذه قوانینو او د تفاهم لیک له مادو سره سم عملي کوي.


شال نیوز