عوامي نېشنل ګوند د خیبر پښتونخوا صوبايي مشر ،میا افتخار حسین، په کوز دیر کې پر پولیسو قافلې او د بنو د میریان تاڼې پر بریدونو خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې په دغو بریدونو کې د څلورو پولیسو وژل کېدل او له شلو زیات سرتېري ټپي کېدل د اندېښنې وړ دي.
میا افتخار حسین ،د جولایۍ په ۱۶مه، په یو بیان کې ویلي دي، چې د ترهګرۍ پر ضد د حکومت لنډمهاله او ناکامو تګلارو بیه د خیبر پښتونخوا ولس او پولیس ورکوي. د هغه په وینا، په صوبه کې د امنیت وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي، خو وفاقي او صوبايي حکومتونه د دې ستونزې پر وړاندې اغېزناک ګامونه نه پورته کوي.
هغه دعوه کړې چې په ملاکنډ ډویژن، په ځانګړي ډول سوات او کوز دیر کې، یو ځل بیا د ناامنۍ د زیاتېدو هڅې روانې دي او په ضم شویو قبایلي ضلعو او د صوبې په سویلي سیمو کې هم د ناامنۍ پېښې دوام لري.
د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر ویلي دي، چې د خلکو د سر او مال ساتنه د ریاست اساسي مسؤلیت دی، خو حکومتونه د خپلې اساسي قانوني دندې په ترسره کولو کې پاتې راغلي دي. نوموړي ټینګار کړی دی چې تر هغې چې د ترهګرۍ پر ضد یوه روښانه، دوامداره او د ولس باور لرونکې تګلاره خپله نه شي، د امنیت وضعیت به نور هم خراب شي.
میا افتخار حسین د خیبر پښتونخوا د پولیسو د قربانیو او مسلکي خدمتونو ستاینه هم کړې او ویلي یې دي چې پولیس، د محدودو امکاناتو سربېره، د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي.
هغه د کوز دیر او بنو په وروستیو بریدونو کې د وژل شویو پولیسو لپاره د بخښنې او د ټپیانو لپاره د زر روغتیا دعا کړې او ویلي یې دي چې عوامي نېشنل ګوند به په خیبر پښتونخوا کې د تلپاتې سولې لپاره په هره کچه خپل غږ پورته کوي.


شال نیوز