د خیبر پښتونخوا اعلا وزير ،محمد سهېل اپرېدی، وايي، که له لسيزو راهيسي د څو زرو وسله والو پر ضد پرېکنده بريا نه ترلاسه کېږي، نو دا د امنيتي تګلارې په اړه جدي پوښتنې راولاړوي او د دغې تګلارې بياکتنې ته اړتيا ده.

 

هغه ،د جولایۍ په ۱۶مه، په سوات کې د کمپيوټنګ ساينسز او انفارميشن ټېکنالوجۍ پوهنتون د پرانيستې غونډې ته د وينا پر مهال وويل، چې په ۲۰۲۶-۲۷م مالي کال کې به په خیبر پښتونخوا کې امن، پرمختګ او سوکالي د حکومت لومړيتوب وي.

 

اعلا وزير وويل، چې مراد سعيد د ځوانانو سياسي استاد دی او د سوات د پرمختګ لپاره يې نه ستړې کېدونکې هڅې کړې دي. د هغه په وينا، د کمپيوټنګ ساينسز پوهنتون هم د مراد سعيد پروژه وه، چې تر قبضه شوې ځمکې د بېرته ترلاسه کېدو وروسته بشپړه شوه.

 

هغه وويل، چې د ارشد شريف شهيد پوهنتون او نورو کيمپسونو ته به بشپړه مالي بوديجه ورکړل شي، څو زر تر زره بشپړ او فعال شي. محمد سهېل اپرېدي وويل، چې په ۲۰۱۸م کال کې د عمران خان د حکومت د پرېکړې له مخې ملاکنډ ډويژن او پخوانۍ فاټا له مالياتو مستثنا شوې وې، او له اوسني فدرالي حکومت يې وغوښتل چې دغه سيمي يو ځل بيا له مالياتو مستثنا کړي.

 

هغه اعلان وکړ چې د ملاکنډ ډويژن او ورګډو شوو ضلعو د مالياتو په اړه به د جمعې په ورځ د پارلمان د غړو او د ټولو سياسي ګوندونو د مشرانو ګډه غونډه راوبولي. اعلا وزير وويل، چې د “بندو خونو پرېکړو” خیبر پښتونخوا څو ځله د ترهګرۍ له ستونزو سره مخ کړې ده. د هغه په وينا، د شاوخوا اتيا زره قربانيو وروسته ټينګ شوی امن يو ځل بيا له ګواښ سره مخ شوی دی.

 

هغه زياته کړه، که ترهګري نه ختمېږي، نو د امنيتي تګلارې بياکتنه ضروري ده، ځکه ،د ده په وينا  د اوسنيو تګلارو له مخې تلپاتې امن نه شي ټينګېدی. محمد سهېل اپرېدي وويل، چې د خیبر پښتونخوا د ګټو پر ضد به د هرې تګلارې مخالفت کوي او په دې صوبه کې به امن د ولس، پوليسو او د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) د قربانيو او ګډو هڅو په مټ ټينګېږي.

 

هغه خبرداری ورکړ، که د کومې تګلارې موخه په خیبر پښتونخوا کې د امن راوستل نه، بلکې د شخصي ګټو ساتنه وي، نو د داسې تګلارې پر ضد به پوره مقاومت وکړي.