د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه د روانې اوونۍ په ترڅ کې ۱,۴۱۶ افغان کډوال خوشي شوي او افغانستان ته ستانه شوي دي.

 

د وزارت ،د جولایۍ د ۱۶مې، د خبرپاڼې له مخې، په خوشي شویو کسانو کې کورنۍ او انفرادي کسان دواړه شامل دي، چې د بېلابېلو لاملونو له امله نیول شوي وو.

 

د خبرپاڼې له مخې، له دغو کسانو څخه ۱,۰۸۳ تنه د تورخم او ۳۳۳ تنه د سپین بولدک له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

 

وزارت زیاتوي، راستنو شویو کسانو ته د بشري مرستو تر برابرولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته د تګ اسانتیاوې برابرې شوې دي.