د افغانستان د پنجشیر ولایت چارواکي وايي، یوه چینايي پانګوال په دغه ولایت کې د کانونو، سیلګرۍ او نورو اقتصادي پروژو کې د میلیونونو ډالرو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

 

د باختر دولتي خبري اژانس ،د جولایۍ د ۱۶مې، د راپور له مخې، د پنجشیر د امنیې قوماندان ،قاري احمدالله بدر، له یاد چینايي پانګوال سره په لیدنه کې د پانګونې، د معدني زېرمو د استخراج، د سیلګرۍ د پراختیا او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

 

قاري احمدالله بدر ویلي دي، چې په پنجشیر کې د پانګونې لپاره مناسب امنیتي چاپېریال برابر دی او سیمه‌ ییز چارواکي به د نافذو قوانینو له مخې له کورنیو او بهرنیو پانګوالو سره هر راز همکاري وکړي.

 

چینايي پانګوال د پنجشیر امنیتي وضعیت د ډاډ وړ بللی او ویلي یې دي چې د دغه ولایت د سرو زرو، زمردو او ابرک په کانونو کې د میلیونونو ډالرو پانګونې ته چمتو دی.

 

هغه زیاته کړې، تمه لري چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان د اسلامي امارت د اقتصادي تګلارې له مخې نورې چینايي کمپنۍ هم پنجشیر ته ولاړې شي او د کانونو، سیلګرۍ او نورو اقتصادي پروژو په برخه کې پانګونه وکړي.

 

د پنجشیر د چارواکو په وینا، که دغه پانګونې عملي بڼه خپله کړي، نو د کانونو، سیلګرۍ او سوداګرۍ په برخو کې به شاوخوا پنځه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.