د بې‌ پولې ډاکټرانو سازمان وایي چې، د افغانستان په سویلي ولایتونو کې د سختې خوارځواکۍ له امله روغتونونو ته د لېږدول شویو ماشومانو شمېر په بې‌ ساري ډول زیات شوی او ډېر ماشومان روغتیايي مرکزونو ته هغه مهال رسېږي چې ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ وي.

 

د یاد سازمان له خوا ،د جولایۍ په ۱۷مه، خپاره شویو معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶م کال د جنورۍ او اپرېل ترمنځ د افغانستان په سویل کې د تغذیې ځانګړو مرکزونو ته د سختې خوارځواکۍ له امله د بستر شویو ماشومانو شمېر د تېرو درېیو کلونو د ورته مودې په پرتله شاوخوا ۳۰ سلنه زیات شوی دی. د دغو ماشومانو ډېر له یو کال څخه کم عمر لري.

 

د سویلي افغانستان لپاره د بې‌ پولې ډاکټرانو سازمان د روغتیايي چارو همغږي کوونکې، انا لیلیا باندا، وایي چې ماشومان ډېر ناوخته روغتونونو ته رسول کېږي او ډېر یې له داسې روغتیايي عوارضو سره مخ وي چې که پر وخت درملنه یې شوې وای، مخنیوی یې ممکن و.

 

هغې زیاته کړه، چې اوسنی وضعیت یوازې د خوړو د ناامنۍ پایله نه ده، بلکې د هغو لومړنیو روغتیايي خدمتونو د کمزوري کېدو نتیجه هم ده چې د خوارځواکۍ د زر تشخیص او درملنې لپاره جوړ شوي وو.

 

د سازمان په وینا، د ۲۰۲۵م کال له پېل راهیسي د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله په افغانستان کې ۴۴۵ روغتیايي مرکزونه، چې ۲۰۳ ګرځنده روغتیايي او تغذیوي ډلې هم پکې شاملې دي، تړل شوي یا یې فعالیتونه درېدلي دي.

 

راپور زیاتوي چې پرله‌ پسې وچکالۍ، د کرنیزو حاصلاتو کمښت، د خوراکي توکو د بیو لوړوالی او د لارو تړل کېدل د خوارځواکۍ د پراخېدو مهم عوامل دي. همدارنګه د تغذیوي خوړو واردات هم اغېزمن شوي او اړمنو کورنیو ته د دغو خوړو لاسرسی محدود شوی دی.

 

د بې‌ پولې ډاکټرانو سازمان وایي، چې یوازې د ۲۰۲۶م کال د جنورۍ او اپرېل ترمنځ د هلمند د بست ولایتي روغتون د تغذیې په مرکز کې له ۱۵۰۰ څخه ډېر ماشومان د سختې خوارځواکۍ له امله بستر شوي، چې دا د ۲۰۲۲م کال د ورته مودې په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي.

 

په کندهار کې هم د همدې مودې پر مهال له ۵۷۰ څخه ډېر ماشومان د خوارځواکۍ له امله بستر شوي او تر ۳۰۰ زیات نور ناروغان د ځای د کمښت له امله نورو روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

 

سازمان خبرداری ورکړی دی چې د خوارځواکۍ موسمي زیاتوالی پېل شوی دی او که د تغذیې پروګرامونو ته بېړنۍ مالي بودجه، تغذیوي خواړه او روغتیايي اسانتیاوې برابرې نه شي، نو لا ډېر ماشومان به د ژغورونکو روغتیايي خدمتونو له لاسرسي بې‌ برخې شي.

 

بې‌ پولې ډاکټرانو له مرستندویانو، روغتیايي چارواکو او نړیوالو ادارو غوښتي دي چې د افغانستان د تغذیې پروګرامونو لپاره مالي ملاتړ او د تغذیوي خوړو دوامداره رسونه زر تر زره بېرته فعاله کړي، څو د ماشومانو د مړینې مخه ونیول شي.