د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د ولسمشر پخواني لومړي مرستیال، عبدالرشید دوستم، د بدخشان ولایت د یفتل پایین ولسوالۍ پر مرکز د طالبانو ضد وسله والو له برید څو ساعته وروسته ویلي دي، چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان یو شمېر نور شمالي ولایتونه هم د طالبانو له ولکې ووځي.
دوستم ،د جولایۍ په ۱۷مه، پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي: «انشاءالله د افغانستان د ملي اتل الحاج مارشال عبدالرشید دوستم د ځواکونو په لاس د افغانستان د څو شمالي ولایتونو چټک سقوط. مخکې له مخکې د افغانستان خلکو ته د بریا او ازادۍ مبارکي وایو.»
په ورته وخت کې، د افغانستان د پخواني ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ د زرغون بهیر اړوند سپاهیان وطن ډلې هم د یفتل ولسوالۍ د عملیاتو هرکلی کړی دی. د دې ډلې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د بدخشان د یفتل ولسوالۍ د «وطن سپاهیانو» عملیات د ستاینې وړ دي او دعوه یې کړې چې د ولسوالۍ له نیولو سره د طالبانو حضور له منځه وړل شوی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي دي چې دا عملیات د افغانستان د نورو سیمو د ازادۍ لپاره الهام بخښونکی ګام دی او د طالبانو واکمني به پای ته ورسېږي.
بل لور ته، طالبانو ویلي دي چې د یفتل ولسوالۍ پر مرکز د بریدګرو مشر یې له ۱۵ نورو کسانو سره نیولی او د هغوي څېړنې روانې دي. خو سپاهیان وطن د طالبانو دا دعوه رد کړې او ویلي یې دي چې د یفتل له عملیاتو وروسته د دوي ټول جنګیالي په خوندي ډول خپلو سنګرونو ته ستانه شوي او هېڅ غړی یې نه دی نیول شوی.
د یفتل پایین ولسوالۍ د پېښې په اړه د بېلابېلو لورو دعوې لا هم په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې، او د سیمي د وضعیت په اړه خپلواکې سرچیني محدود معلومات وړاندې کوي.


شال نیوز