د پاکستان پوځ وايي، د خیبر پښتونخوا د بنو ضلعې او شاوخوا سیمو کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په ګډو عملیاتو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال ۲۴ وسله وال وژل شوي دي. دا عملیات په بنو کې د وروستیو امنیتي بریدونو او د پولیسو پر ضد د بریدونو له زیاتېدو وروسته پېل شوي دي.
د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ایي ایس پي ار) ،د جولایۍ په ۱۷مه، په یوه بیان کې ویلي دي، چې عملیات د امنیتي ځواکونو او قانون پلي کوونکو ادارو له لوري ترسره شوي او د نښتو پر مهال له وژل شویو کسانو څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي. پوځ دعوه کړې چې وژل شوي کسان په بېلابېلو وسله والو بریدونو او د ملکي وګړو په وژنو کې ښکېل وو.
پوځ ویلي دي چې په سیمه کې د وسله والو د پاتې غړو د موندلو لپاره چاڼیز او تعقیبي عملیات دوام لري او د وروستیو بریدونو مسؤل کسان به قانون ته وسپارل شي.
دا عملیات له هغې وروسته ترسره کېږي چې ،د جولای په ۱۵مه، بنو کې د موټر بم ځانمرګي برید او د پولیسو پر ضد نورو بریدونو کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته او د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې.
د پوځ د وژل شویو وسله والو د شمېر او د هغوي د هویت په اړه دعوې تر اوسه کومې خپلواکې سرچیني په خپلواکه توګه نه دي تایید کړې.


شال نیوز