د عوامي نېشنل ګوند مشر او سینیټر ایمل ولي خان پر ایکس ،د جولایۍ په ۱۷مه، په خپرې شوې ویډیو کې هغه ویلي، چې غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو او روغې جوړې لپاره د منځګړي رول ادا کړي.
د نوموړي په خبره، د پاکستان او هند ترمنځ هم د منځګړیتوب کولو ته چمتو دی، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه والي او پرمختګ ته زمینه برابره شي.
ایمل ولي خان د پاکستان د پوځ د روانو عملیاتو په اړه وویل، چې د ترهګرۍ پر ضد تر دې مخکې هم سلګونه عملیات شوي او که هغه بریالي بلل شوي وي، نو په بلوچستان کې روان شعبان عملیات به هم بریالي وي.
نوموړي زیاته کړه، چې په ټولنیزو رسنیو کې داسې انګېرل کېږي چې ګواکې خیبر پښتونخوا د کاناډا او امریکا په څېر شوې، خو د هغه په وینا، د ځمکې پر سر واقعیتونه له دې سره توپیر لري.
هغه دعوه وکړه چې د ځینو مخالفو ډلو لومړیتوب د یوه غله د خوشي کولو ډرامه او خپله په غلاوو بوختېدل دي.


شال نیوز