د ملاکنډ ډويژن د ځانګړي اییني او قانوني حيثيت د ساتنې لپاره جوړې شوې ايکشن کمېټۍ له وفاقي حکومت څخه غوښتنه کړې ده، چې د ملاکنډ ډويژن ځانګړی اییني حيثيت دې پر خپل ځای وساتي او په سيمه کې دې د نويو وفاقي ټېکسونو له نافذولو ډډه وکړي. کمېټۍ خبرداری ورکړی، که حکومت يې غوښتنو ته مثبت ځواب ورنه کړي، نو د جولایۍ په ۲۱مه به په ټول ملاکنډ ډويژن کې بشپړه شټرډاون هړتال ترسره شي.
په سوات پرېس کلب کې ،د جولایۍ په ۱۸مه، د يوې خبري غونډې پر مهال د ملاکنډ ډويژن ټرېډرز فېډرېشن مشر عبدالرحيم، د سوات چېمبر اف کامرس اينډ انډسټرۍ مشر نورمحمد خان، د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړو فضل حکيم خان يوسفزي، واجد علي خان، شېرشاه خان، شېرزاده بهادر خان، مولانا سيد قمر، محمد امين، ډاکټر خالد محمود، يوسف علي خان او نورو مشرانو وويل، چې د فاټا د اصلاحاتو پر مهال شويو ځينو پرېکړو د پاټا ځانګړی قانوني حيثيت اغېزمن کړی او له همدې امله په سيمه کې د بېلابېلو ټېکسونو د نافذولو لار هواره شوې ده.
دوي وويل، چې ملاکنډ ډويژن د تېرو کلونو پر مهال د ترهګرۍ، پوځي عملياتو، سېلابونو، زلزلو او نورو طبيعي افتونو له امله سخت زيانمن شوی دی او سوداګرۍ، صنعت، سيلګرۍ، کرنې او سيمه ييز اقتصاد ته يې درانه زيانونه اوښتي دي. د دوي په وينا، د دغسې اقتصادي وضعيت پر مهال پر ولس د نويو مالي بارونو تحميلول د منلو وړ نه دي.
ويناوالو پر دې هم نيوکه وکړه چې د خلکو يو شمېر منتخب استازو د سيمي د اساسي ستونزو د حل پر ځای د هغو پرېکړو ملاتړ کړی چې د ولس اقتصادي ستونزې يې لا پسې زياتې کړې دي. هغوي وويل، چې بېکاري، د بجلۍ او ګاز اوږدمهاله لوډشيډنګ، د امنيت ستونزې او اقتصادي رکود لا دمخه خلک له سختو مشکلاتو سره مخ کړي دي.
خبري غونډې له حکومته وغوښتل چې د طبيعي افتونو او نورو پېښو له زيانمنو شويو خلکو سره د مرستې لپاره له بهرنيو هېوادونو ترلاسه شوې مرستندويه پيسې او د هغو د لګښت بشپړ تفصيل دې هم ولس ته وړاندې کړي. د دوي په وينا، ډېرو زيانمنو شويو ته د خپلو زيانونو په تناسب مناسب تاوان او مرستې نه دي رسېدلي.
ايکشن کمېټۍ له وفاقي حکومته وغوښتل چې د ملاکنډ ډويژن د ځانګړي اییني او قانوني حيثيت په اړه دې خپله پرېکړه له سره وڅېړي او د سيمي اندېښنې دې لرې کړي. مشرانو وويل، چې په ملاکنډ ډويژن کې امن د خلکو د سترو قربانيو په بدل کې ټينګ شوی، نو ځکه بايد د خلکو احساساتو او د سيمي ځانګړو شرايطو ته په پام پرېکړې وشي.
ايکشن کمېټۍ ټينګار وکړ چې د خپلو غوښتنو لپاره به اییني، قانوني او سوله ييزه مبارزه روانه ساتي او د ولس د حقونو د خوندي کولو لپاره به له ټولو جمهوري لارو چارو کار اخلي.
د کمېټۍ د اعلان له مخې، د جولایۍ په ۲۱مه به په ټول ملاکنډ ډويژن کې بشپړه شټرډاون هړتال وي.
د هړتال پر مهال به د سبزۍ منډيو په ګډون ټول بازارونه، سوداګريز مرکزونه، دوکانونه او کاروباري ادارې تړلې وي، خو د هر روغتون مخې ته به يوازې دوه، دوه درملتونونه پرانيستي وي، څو ناروغانو ته د درملو رسولو لړۍ اغېزمنه نه شي.
مشرانو له بانکونو هم وغوښتل چې د هړتال په ورځ خپلې څانګې وتړي. همدارنګه يې له سوداګرو، وکيلانو، مزدورانو، ټرانسپورټرانو، مدني ټولنو او عام ولس څخه وغوښتل چې په هړتال کې پراخ ګډون وکړي. هغوي خبرداری ورکړ، که حکومت يې غوښتنو ته پام ونه کړي، نو په راتلونکې مرحله کې به د څرخونو درولو هړتال، د مهمو لارو تړل او احتجاجي تحريک نور هم پراخ کړي.
د خبري غونډې په پای کې د رسنيو له استازو هم غوښتنه وشوه چې د ملاکنډ ډويژن د خلکو غوښتنې او اندېښنې په بې پرې او مسولانه ډول تر اړوندو ادارو او ولس پورې ورسوي.


عصمت علي اخون