د باجوړ د مینه ماموند په سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ روانه شاوخوا ۴۰ کلنه دښمني ،د جولایۍ په ۱۸مه، د قامي جرګې په هڅو پای ته رسېدلې او دواړو لورو روغه جوړه کړې ده.

 

د سیمي د معلوماتو له مخې، د ملک خان جان، ملک وزیر، ملک سیفور، ملک تمریز او د هغوي د کورنیو، او د حاجي سخي، سالم جان، ملتان جان او د هغوي د کورنیو ترمنځ څو لسیزې پخوانۍ شخړه د جرګې د اوږدو او پرله‌ پسې هڅو وروسته هواره شوه.

 

د روغې جوړې لپاره د جرګې مشري ملک خالد خان کوله. په جرګه کې ملک حاجي بختور، ملک فردول خان، ملک نقیب، مولانا محمد عمران، محمد جان او مېجر (ر) ستار هم برخه لرله.

 

ویل کېږي، چې د دې اوږدې دښمنۍ پر مهال د دواړو کورنیو ګڼو غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

 

د روغې جوړې په مراسمو کې دواړو لورو یو بل ته غېږ ورکړه او اعلان یې وکړ چې پخوانۍ دښمني یې پای ته رسولې ده. په همدې مراسمو کې د جرګې مشر ملک خالد خان ته دودیزه شمله هم ور واغوستل شوه او د سولې د ټینګښت لپاره یې هڅې وستایل شوې.

 

په غونډه کې د سیمي ګڼو قامي مشرانو او مخورو ګډون کړی و. د جرګې مشر ملک خالد خان غونډې ته په وینا کې وویل، چې په قبایلي ټولنه کې د سولې، ورورولۍ او یووالي دود ژوندی ساتل د وخت مهمه اړتیا ده. هغه زیاته کړه، د دښمنیو پای ته رسېدل نه یوازې کورنۍ سره نږدې کوي، بلکې په ټوله سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لامل هم ګرځي.