د خيبر ضلعې د تيراه درې د لوزکه درې په تور توت، چرګو چينه او حاجي معاويز کنډاو سيمو کې ،د جولایۍ په ۱۸مه، د استوګنې پر سيمو د مارټر ګوليو د لګېدو له امله درې ماشومان ټپيان شوي او د دري چيني ديني مدرسې دوه زده کوونکي بې هوشه شوي دي.

 

ځايي سرچيني وايي، چې په ټپيانو کې يوه کم عمره نجلۍ هم شامله ده چې د مارټر ګولۍ د ټوټو له امله ټپي شوې ده. د سرچينو په وينا، ټپيان تر لومړنۍ درملنې وروسته د نورو درملنو لپاره د کرمې ضلعې د صدې روغتون ته لېږدول شوي دي.

 

سرچيني زياتوي، چې د دري چيني ديني مدرسې دوه زده کوونکي د مارټر ګوليو د لګېدو له امله بې هوشه شوي، خو د هغوي د روغتيايي حالت په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.

 

د لوزکه درې جنرل کونسلر قاري نورنګ له رسنيو سره په خبرو کې پر استوګنيزو سيمو د مارټر ګوليو لګېدل وغندل او ويې ويل، چې په دغسې پېښو کې عام ولس، په ځانګړي ډول ماشومان، زيان ويني چې د اندېښنې وړ خبره ده.

 

هغه له اړوندو چارواکو وغوښتل چې پر استوګنيزو سيمو دې د مارټر ګوليو لګېدل سمدستي ودرول شي او د ملکي وګړو د سر او مال د خونديتوب لپاره دې عملي ګامونه پورته شي، څو د بې ګناه خلکو د نورو مرګ ژوبلو مخه ونيول شي.

 

تر اوسه د دې پېښې په اړه امنيتي چارواکو رسمي دريځ نه دی خپور کړی.