د بر سویلي وزیرستان د کاروان مانزې او شېروانګۍ سیمو اوسېدونکو شکایت کړی دی چې د موبايل نيټورک د کمزورو سيګنالونو له امله د ټېليفوني اړیکو او انټرنېټي خدمتونو په ترلاسه کولو کې له سختو ستونزو سره مخ دي.
د سیمي د خلکو په وینا، د یوې ټېليفوني اړیکې د ټينګولو لپاره څو څو ځله هڅه کول اړین وي، او چې اړیکه ټینګه هم شي، نو له څو ثانیو وروسته بېرته پرې کېږي. دوی وایي، د کمزوري نيټورک له امله د خلکو ورځني کارونه، سوداګریزې چارې، د زده کوونکو انلاین زده کړې او د بېړنیو حالاتو پر مهال اړیکې هم اغېزمنې شوې دي.
د سیمي اوسېدونکي وايي، په بر او کوز سویلي وزیرستان کې د موبايل او انټرنېټي خدمتونو خراب وضعیت له اوږدې مودې راهیسي دوام لري او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. د دوي په وینا، د عصري مخابراتي اسانتیاوو نشتوالي نه یوازې د خلکو ورځنی ژوند اغېزمن کړی، بلکې د زده کوونکو، سوداګرو او نورو مسلکي کسانو پر فعالیتونو یې هم منفي اغېز کړی دی.
بلخوا د پاکستان پیپلز ګوند د بر سویلي وزیرستان ضلعي جنرل سېکرټر عمران مخلص هم د مخابراتي خدمتونو پر خراب وضعیت اندېښنه ښودلې ده. هغه ویلي دي، چې د موبايل نيټورک او انټرنېټ د خرابو خدمتونو له امله د سیمي خلک له سختو ستونزو سره مخ دي او دا د اندېښنې وړ خبره ده چې په ننني عصر کې هم د وزیرستان ډېرې سیمي له بنسټیزو مخابراتي اسانتیاوو بې برخې دي.
د سیمي خلکو له اړوندو موبايل شرکتونو، ضلعي انتظامیې او امنیتي ادارو غوښتنه کړې ده چې د موبايل نيټورک د ښه کولو لپاره دې بېړني او عملي ګامونه پورته کړي، څو د سیمي اوسېدونکي له دې اوږدمهاله ستونزې خلاص شي.


ظفر وزير