د مانسهرې ضلعې د بالاکوټ تحصيل د کیوایي سيمې د ډمناريا په مقام کې ،د جولایۍ په ۱۹مه، د سيالکوټ څخه د راغلو سېلانيانو يو موټر له سړکه وتلی او ژورې کندې ته لوېدلی دی، چې له امله يې څلور کسان مړه او يو بل ټپي شوی دی.
د رېسکيو ۱۱۲۲ چارواکو په وينا، د پېښې له خبر ترلاسه کېدو سره سم د رېسکيو ډله او امبولانس سيمي ته ورسېدل او د ژغورنې عمليات يې پېل کړل.
چارواکي وايي، په پېښه کې ټپي شوی کس تيمور د خرم زوې دی، چې لومړنۍ طبي مرستې تر ورکولو وروسته د بالاکوټ تحصيل هيډکوارټر روغتون ته د لا ښه درملنې لپاره ولېږدول شو.
د رېسکيو ۱۱۲۲ د معلوماتو له مخې، په مړو شويو کسانو کې تنوير د ساحر زوې، جنېد د سهيل زوې او دوه ښځې شاملې دي.
رېسکيو چارواکي زياتوي، د مړو شويو کسانو مړي هم د قانوني چارو د بشپړولو لپاره د بالاکوټ تحصيل هيډکوارټر روغتون ته لېږدول شوي دي.


شال نیوز