د افغانستان د نیمروز ولایت په مارګوی دښته کې د هغو ۱۹ افغانانو د موندنې لپاره د پلټنې عملیات دوام لري، چې له تېرو دوو ورځو راهیسي بې درکه شوي وو.

 

ځايي طالب چارواکي وايي، د لټون په روانو عملیاتو کې ،د جولایۍ په ۱۹مه، د یوشمېر کسانو مړي موندل شوي، خو د مړو کره شمېر یې تر اوسه نه دی اعلان کړی.

 

د چارواکو په وینا، دغه کسان په یوه موټر کې سپاره وو او د ناقانونه لارې له ایران سره د پولې اوښتو په نیت روان وو، خو د لارې په اوږدو کې یې موټر خراب شو. له دې وروسته ټول کسان سره تیت او پرک شول او د مارګوی د سختې او ګرمې دښتې په بېلابېلو برخو کې ورک شول.

 

چارواکي وایي، د ژغورنې او پلټنې ډلو لا هم په سیمه کې عملیات روان ساتلي دي او هڅه کوي چې پاتې بې درکه کسان پیدا کړي.

 

مارګوی دښته د نیمروز له هغو خطرناکو سیمو څخه ده چې هر کال ګڼ شمېر افغانان د ناقانونه کډوالۍ پر مهال د سختې تندې، لوږې او شدیدې ګرمۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.