د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کرمې ضلعې او د پکتيا ولايت پر سرحد د پاکستاني ځواکونو او طالب ځواکونو ترمنځ د ډزو تبادله شوې، چې د سيمه ييزو سرچينو په وينا څو ساعته يې دوام کړی او دواړو خواوو پکې درنې او خودکارې وسلې کارولې دي.
د پاکستاني امنيتي چارواکو په وينا، نښته ،د جولایۍ په ۱۹مه، هغه وخت پېل شوه چې طالب ځواکونو د هاوانونو او نورو درنو وسلو په کارولو سره د پاکستان سرحدي پوستې په نښه کړې. چارواکي دعوه کوي چې پاکستاني ځواکونو هم د سپکو او درنو وسلو او توپخانې په وسيله ځوابي بريدونه وکړل او د طالبانو څو سرحدي پوستې، د هاوانونو مورچې او دفاعي سنګرونه يې په نښه کړل.
بلخوا، د سيمي عيني شاهدان وايي چې د اسپينه شګه او شاوخوا سرحدي سيمو کې لا هم د دواړو خواوو ترمنځ د ډزو غږونه اورېدل کېږي. د هغوي په وينا، د پاکستاني ځواکونو او افغان لوري له خوا درنې او خودکارې وسلې کارول کېږي او د سرحد له دواړو غاړو د ډزو غږونه لرې پرتو سيمو ته هم رسېږي.
تر اوسه د دې نښتې د پېل کره لامل نه دی روښانه شوی او د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه هم کوم رسمي راپور نه دی خپور شوی. طالب چارواکو د دې خبر تر خپرېدو پورې د پاکستاني امنيتي سرچينو د دعوو او د نښتې په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
په همدې حال کې د کرمې يو ټولنيز مشر، حاجي جميل طوري، وايي چې له تېرو څو کلونو راهيسي د پولې پر سر دا ډول نښتو د سيمي خلک له سختو ذهني فشارونو سره مخ کړي دي.
هغه زياته کړه چې د لارو د تړل کېدو له امله د پاړاچنار سلګونه زره اوسېدونکي د محاصرې په څېر ژوند تېروي. د نوموړي په وينا، خوراکي توکي، تېل او نور اړين سامانونه د اوږدو او سختو بديلو لارو له لارې سيمي ته رسېږي، چې له امله يې د ورځنيو اړتياوو بيې ډېرې لوړې شوې او خلک اړ دي هر څه په ګرانو نرخونو واخلي.
په وروستيو مياشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي کړکېچ يو ځل بيا زيات شوی دی. اسلام اباد پرله پسې دعوه کوي چې د پاکستان پر ضد وسله والې ډلې د افغانستان له خاورې فعاليت کوي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي.
په مقابل کې، طالبان څو ځله پاکستان تورن کړی چې د افغانستان هوايي حريم يې نقض کړی او پر سرحدي سيمو يې بريدونه ترسره کړي دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ روان تاوتريخوالی د سرحدي سيمو د اوسېدونکو اندېښنې لا پسې زياتې کړې دي.


علي افضل افضال