د خیبر پښتونخوا ګورنر ،فیصل کریم کونډي، په ګورنر هاوس پېښور کې ،د جولایۍ په ۱۹مه، له نومیالي پښتو سندرغاړي ،رحیم شاه، سره لیدنه کړې، چې پکې د پښتو موسیقۍ، کلتور، سیمه ییزو مېلو او د ځوانانو د مثبتو فعالیتونو د ودې په اړه خبرې شوې دي. په دې لیدنه کې د خیبر پښتونخوا چیمپئنز لیګ چیف اېګزېکټیو افسر سهیل کونډي هم موجود و.
ګورنر فیصل کریم کونډي وویل، چې د خیبر پښتونخوا کلتور، پښتو ژبه او ادبي میراث ساتنه او وده د هغه له مهمو لومړیتوبونو څخه دي. هغه زیاته کړه چې د پښتو موسیقۍ او کلتور د ودې لپاره به هر ممکن ګام پورته کړي، څو نوې نسل له خپلو دودونو او کلتوري ارزښتونو سره تړلی پاتې شي.
هغه وویل، چې د رحمان بابا نوم په ډېر درناوي اخلي، خو د هغه د مزار اوسنی حالت د جدي پاملرنې غوښتنه کوي. د ګورنر په وینا، د صوبې د لویو شاعرانو، لیکوالانو او هنرمندانو د میراث ساتنه او راتلونکو نسلونو ته یې رسول د ټولو ګډ مسؤلیت دی.
فیصل کریم کونډي وویل، چې هنر، موسیقي او کلتور په ټولنه کې د امن، مینې او ورورولۍ د پیاوړتیا لپاره مهم رول لري.
په دې موقع رحیم شاه وویل، چې په صوبه کې باید د کالجونو په کچه کلتوري او موسیقۍ پروګرامونه جوړ شي، څو ځوانانو ته د خپلو وړتیاوو د څرګندولو ښه فرصتونه برابر شي. هغه وویل، چې سیمه ییزو مېلو او کلتوري دستورو ته لا ډېره وده ورکولو ته اړتیا ده.
رحیم شاه زیاته کړه چې د خپلې هنري دورې پر مهال یې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د پښتو ژبې او موسیقۍ د معرفي کولو لپاره هڅې کړې او په هغو ځایونو کې یې هم د پښتو استازیتوب کړی، چې بل چا نه و کړی. رحیم شاه وویل، چې د هغه په اند له پښتنو څخه زیات د موسیقۍ مینه وال خلک یې بل ځای نه دي لیدلي او نږدې اته نوي سلنه پښتانه په طبیعي ډول ښه غږ لري.
هغه دا هم وویل چې د پښتو د لویو شاعرانو کلام باید په نوې موسیقۍ او عصري کمپوز سره نوې نسل ته وړاندې شي، څو ژبه، ادب او کلتور لا پیاوړی شي.
د لیدنې په پای کې ګورنر فیصل کریم کونډي د پښتو موسیقۍ او کلتور لپاره د رحیم شاه د خدمتونو ستاینه وکړه او هغه ته یې ځانګړې یادګاري شیلډ وړاندې کړه.


شال نیوز