د باجوړ ضلعې د واړه ماموند تحصیل د سپرې منډوګانو په سیمه کې هغه پړانګ، چې د تېرو څو ورځو راهیسي یې پر کورنیو څارويو پرله پسې بریدونه کول، د سیمي اوسېدونکو وژلی دی.
د ځايي خلکو په وینا، پړانګ هره ورځ پر غواوو او وزو بریدونه کول، چې له امله یې ګڼ شمېر څاروي تلف شوي وو. د دغو بریدونو له کبله په سیمه کې خلک اندېښمن وو او مالداران د خپلو څارويو د خوندي ساتلو لپاره له ستونزو سره مخ وو.
د خیبر پښتونخوا د ځنګلي ژوو ساتنې ادارې (وایلډ لایف) په خپل لومړني راپور کې ویلي دي، چې پېښه ،د جولایۍ په ۱۹مه، د افغانستان پولې ته څېرمه د سپرې (ساپري) په سیمه کې شوې ده. د راپور له مخې، د پېښې له خبر ترلاسه کولو سره سم د سیمي اړوند چارواکو ته د پړانګ د جسد د ترلاسه کولو او د پېښې د پلټنې لارښوونه وشوه.
راپور زیاتوي، د خراب امنیتي وضعیت له امله د وایلډ لایف ټول ټیم د پېښې ځای ته د رسېدو اجازه ونه موندله او یوازې درې تنه کارکوونکي سیمي ته ورغلي وو. د موبایل شبکې د نشتوالي له امله هم له ټیم سره اړیکې ستونزمنې شوې.
د ادارې په وینا، د ضلعې له انتظامیې او سیمه ییزو مشرانو سره اړیکې نیول شوې دي، څو د پړانګ جسد ترلاسه او د پېښې د مسؤلینو پر ضد قانوني اقدامات ترسره شي.
د وایلډ لایف چارواکو ویلي دي، چې د پېښې د بشپړو پلټنو، د تورنو کسانو د پېژندنې او نورو قانوني اقداماتو په اړه به تفصیلي راپور وروسته خپور شي.


حسبان الله باجوړې