د پاکستان تحريک انصاف د بنسټګر عمران خان خور، عليمه خانې، د سوات بېلابېلو سيمو ته دوره وکړه، چې په ترڅ کې يې د ګوند د کارکوونکو او سيمه ييزو مشرانو له لوري تود هرکلی وشو.
د جولایۍ په ۱۹مه، ترسره شوې د دې دورې پر مهال په مينګوره سهراب چوک، مينګوره بای پاس او تحصيل کبل کې د پاکستان تحريک انصاف ګڼ شمېر کارکوونکي راټول شوي وو. ګډونوالو د ګوند بيرغونه په لاسونو کې نيولي وو او د عمران خان په ملاتړ يې شعارونه ورکول.
د ګوند کارکوونکو وويل، چې له هر ډول ستونزو سره سره به د عمران خان او د هغه د سياسي دريځ ملاتړ ته دوام ورکړي او د ګوند تر څنګ به ولاړ وي.
عليمه خانې د بېلابېلو غونډو پر مهال خپلو پلويانو ته په وينا کې وويل، چې د سوات ولس تل د عمران خان کلک ملاتړ کړی او د ګوند کارکوونکو په سختو حالاتو کې قربانۍ ورکړې، بندونه او زندانونه يې زغملي، چې د عمران خان له لوري ورته په درنه سترګه کتل کېږي.
هغې وويل، چې اوسنی وخت د ګوند د مشرانو او کارکوونکو لپاره د لا زيات مسئوليت غوښتنه کوي، څو د عمران خان د خوشي کېدو او د هغه د سياسي دريځ د ملاتړ لپاره خپل سياسي او قانوني رول ولوبوي.
عليمه خانې پر کارکوونکو غږ وکړ چې يو موټی پاتې شي او د ګوند د نظريې د پرمختګ لپاره خپله سوله ييزه سياسي مبارزه روانه وساتي.
د خپلې وينا په پای کې هغې د سوات د خلکو او د ګوند د کارکوونکو له تود هرکلي او مينې مننه وکړه او ويې ويل، چې د سوات د خلکو له عمران خان سره وفاداري او ملاتړ د ستاينې وړ دی.


عصمت علي اخون