د ځوان کوکي ‌خېل اتحاد مشرانو د خیبر ضلعې د تیراه راجګال سیمه کې د نورو پوځي عملیاتو او د خلکو د بیا بې‌ ځایه کېدو مخالفت کړی او خبرداری یې ورکړی دی چې که خلک یو ځل بیا خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړل شول، نو د کور کمانډر هاوس مخې ته به احتجاج وکړي.

 

د جمرود پرېس کلب کې ،د جولایۍ په ۱۹مه، خبري غونډې ته د ځوان کوکي ‌خېل اتحاد مشر ثناءالله، شاکر اپریدي، صدیق، اشفاق او نورو مشرانو وویل، چې د دوي د خبري غونډې یوازینۍ موخه د تیراه راجګال د خلکو د بیا بې‌ ځایه کولو د هر ډول پرېکړې مخالفت دی.

 

دوي وویل، چې د تیراه کوکي‌ خېلو خلکو تر دې وړاندې هم د ناامنۍ او عملیاتو له امله د حکومت په غوښتنه خپل کورونه پرېښي وو. د هغوي په وینا، زرګونه کورنۍ له کلونو سختیو وروسته بېرته خپلو سیمو ته ستنې شوې، خو اوس یو ځل بیا د بې‌ ځایه کېدو خبرې کېږي چې دوي یې په هېڅ ډول نه مني.

 

مشرانو وویل، چې په تیراه راجګال کې پخوا هم څو ځله پوځي عملیات شوي، خو ،د دوي په خبره، نه ترهګري په بشپړ ډول ختمه شوې او نه هم تلپاتې سوله ټینګه شوې ده. هغوي له ریاستي ادارو، صوبايي حکومت او اړوندو چارواکو وغوښتل چې پر امنه ولس دې نور د کډوالۍ ژوند ته نه اړ کوي.

 

دوي دا دعوه هم وکړه چې په بېلابېلو غونډو کې ورسره ژمنه شوې وه چې تیراه به زر په بشپړ ډول اباده شي، خو د دوي په وینا، دغه ژمنې عملي نه شوې. د اتحاد مشرانو دا هم وویل چې ډېرو اغېزمنو کورنیو ته د اعلان شوې مالي مرستې هم نه دي رسېدلې.

 

د خبري غونډې ګډونوالو وویل، چې له جمروده تر تیراه پورې د ګڼو امنیتي پوستو او سختو پلټنو باوجود د ناامنۍ پېښې دوام لري، چې د خلکو په ذهنونو کې یې پوښتنې راولاړې کړې دي او اړوندې ادارې باید ورته ځواب ووایي.

 

دوي زیاته کړه، چې د تیراه سړک پروژې لپاره اربونه روپۍ ځانګړې شوې دي، خو د خلکو په وینا، دوي ته د پرمختیايي کارونو د څار اجازه نه ورکول کېږي. هغوي غوښتنه وکړه چې په دې پروژه کې دې بشپړه شفافیت یقیني کړل شي.

 

د ځوان کوکي‌ خېل اتحاد مشرانو ټینګار وکړ چې نور به د عملیاتو او ولس د بې‌ ځایه کېدو هېڅ پرېکړه ونه مني او غوښتنه یې وکړه چې اغېزمنې کورنۍ دې په عزت سره خپلو کورونو ته په بشپړ ډول ستنې کړل شي.

 

د خبري غونډې په پای کې مشرانو خبرداری ورکړ، که خلک بیا د کډوالۍ ژوند ته اړ کړل شول، نو د کور کمانډر هاوس مخې ته به احتجاجي مظاهره وکړي. هغوي له حکومته وغوښتل چې په سیمه کې د ترهګرۍ د دایمي مخنیوي او تلپاتې امن لپاره عملي او اغېزمن ګامونه پورته کړي.