د خيبر ضلعې په لنډي کوتل کې د جمعيت علما اسلام (ف) ځايي مشرانو د ګوند د مشر مولانا فضل الرحمن د وروستي بيان بشپړ ملاتړ اعلان کړی او ويلي يې دي چې د نوموړي څرګندونې له اصلي مفهومه په بېله بڼه خپرې شوې دي.

 

د خيبر ضلعې په لنډي کوتل پریس کلب کې ،د جولایۍ په ۱۹مه، جوړې شوې خبري غونډې ته د جمعيت علما اسلام (ف) قائم مقام امير مولانا عظمت، مفتي اعجاز شينواري، جنرل سېکرټر مولانا عظيم شاه، قاري نظيم ګل، قاري مسرت شاه او نورو مشرانو ويناوې وکړې.

 

ويناوالو وويل، چې ځيني کړۍ د مولانا فضل الرحمن بيان له سياقه بهر وړاندې کوي او د سياسي موخو لپاره د جمعيت علما اسلام پر ضد پروپاګنډه او په ټولنيزو رسنيو کې منفي کمپاين چلوي. د دوي په وينا، مولانا فضل الرحمن د شهيدانو سپکاوی نه دی کړی، بلکې د هغه خبرې په قصدي ډول ناسمې تعبير شوې دي.

 

دوي وويل، چې جمعيت علما اسلام د شهيدانو او قربانيو ګوند دی او د پاکستان د رياست، اساسي قانون او جمهوريت د ساتنې لپاره يې په بېلابېلو پړاوونو کې سترې قربانۍ ورکړې دي. د مشرانو په وينا، که څه هم پر ګوند په تېرو وختونو کې بېلابېل تورونه او فتواوې لګېدلې، خو دوي تل د قانون او جمهوري نظام ملاتړ کړی دی.

 

د خبري غونډې ګډونوالو د وفاقي وزيرانو او سياسي مخالفينو له لوري د ټولنيزو رسنيو پر کمپاين نيوکه وکړه او ويې ويل چې د سياسي اختلافاتو لپاره د شخصيت وژنې او سوشل ميډيا ټرایل لاره د منلو نه ده. دوي غوښتنه وکړه چې په ملي موضوعاتو کې دې له زغم او مسؤليته کار واخيستل شي او سياسي اختلاف دې د کرکې په کمپاين نه بدلېږي.

 

مفتي اعجاز شينواري وويل، چې په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د امنيت وضعيت د اندېښنې وړ دی او د دغو سيمو خلک تلپاتې امن غواړي. هغه زياته کړه، چې د افغانستان د روان وضعيت اغېزې هم د قبایلي ضلعو او بلوچستان لپاره د اندېښنې وړ دي او بايد سيمه د نوې شخړې يا نيابتي جګړې پر لور ونه ټېل وهل شي.

 

هغه وويل، چې د زيارت د وروستۍ خونړۍ پېښې په څېر مهمو موضوعاتو ته د پام اړولو پر ځای د مولانا فضل الرحمن د يوه بيان پر ضد پرله ‌پسې خبري غونډې او رسنيز کمپاين مناسب چلند نه دی.

 

د ګوند جنرل سېکرټر مولانا عظيم شاه دعوه وکړه چې د پنجاب په ګډون د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د جمعيت علما اسلام ولسي ملاتړ زيات شوی، چې له امله يې ځيني سياسي حلقې اندېښمنې شوې دي.

 

د غونډې په پای کې قائم مقام امير مولانا عظمت وويل، چې جمعيت علما اسلام پر پاکستان، اساسي قانون او جمهوري نظام بشپړ باور لري. هغه غوښتنه وکړه چې د مولانا فضل الرحمن د بيان ناسمه معنا، سوشل ميډيا ټرایل او بې‌ بنسټه پروپاګنډه دې ودرول شي، ځکه دا ډول کړنې سياسي فضا لا نوره هم تاودوي.

 

هغه ټينګار وکړ چې جمعيت علما اسلام د شهيدانو درناوی خپل ايماني او ملي مسئوليت ګڼي او په هېواد کې د امن، ثبات او د قانون د واکمنۍ لپاره به خپلې سياسي او ولسي هلې ځلې روانې ساتي.