راپورونه وايي، چې ناڅرګندو وسله‌ والو ،د جولایۍ په ۱۹مه، سهار د افغانستان د بدخشان ولایت د خواهان ولسوالۍ د طالبانو پر یوه سرحدي کنډک برید کړی دی.

 

د راپورونو له مخې، برید د شپې شاوخوا دوه بجې شوی او بریدګرو د راکټونو او بېلابېلو وسلو په وسیله دغه کنډک په نښه کړی دی. د پېښې له امله د اوښتې مرګ‌ ژوبلې یا مالي زیان په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي خپاره شوي.

 

له برید وروسته طالب ځواکونو په سیمه کې د پلټنو پر مهال یو شمېر ځايي اوسېدونکي ونیول. په نیول شویو کسانو کې پخوانی پوځي جهانګیر رحماني، ښوونکی نورمحمد، حبیب ‌الرحمان رستمي او عبدالستار هم شامل وو.

 

ځايي سرچیني وايي، چې نیول شوي کسان د نیولو پر مهال وهل شوي او شکنجه شوي وو، خو وروسته د سیمي د مشرانو او سپین ‌ږیرو د منځګړیتوب له امله د طالبانو له بنده خوشي شول.

 

خو راپورونه زیاتوي چې د خوشي کېدو څو ساعته وروسته طالب ځواکونه یو ځل بیا د پخواني پوځي جهانګیر رحماني کور ته ورغلل او هغه یې بیا له ځان سره بوتلو. د هغه د بیا نیولو د لامل او اوسني وضعیت په اړه تر اوسه طالبانو څه نه دي ویلي.

 

تر اوسه هېڅ وسله‌ والې ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی، او طالبانو هم د برید په اړه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې.

 

دا پېښه په داسې حال کې شوې ده چې دوه ورځې وړاندې د سپاهیانو جبهې دعوه کړې وه چې د بدخشان د یفتل پایین ولسوالۍ یوه پوځي پوسته یې نیولې او طالب ځواکونه یې بې‌ وسلې کړي دي. طالبانو هم د یفتل پایین د پوستې د سقوط پخلی کړی و، خو د نورو جزییاتو له ورکولو یې ډډه کړې وه.