کابل : په افغانستان کې د دوبي د ګرمۍ له زیاتېدو سره د برېښنا پرله‌ پسې پرچاویو د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د خلکو شکایتونه ډېر کړي دي. اوسېدونکي وایي، د برېښنا نشتوالی یې ورځنی ژوند، کاروبار او د کورنیو ارامي له جدي ستونزو سره مخ کړې ده.

 

د کابل، هرات، مزارشریف، جلال ‌اباد او یو شمېر نورو ښارونو اوسېدونکي وایي، چې برېښنا د ورځې او شپې په بېلابېلو وختونو کې له مخکېنۍ خبرتیا پرته پرې کېږي او ډېر ځله هغه مهال بېرته راځي چې اړتیا ورته کمه وي. د دوي په وینا، د شپې اوږدې پرچاوی په ځانګړي ډول د ماشومانو، ناروغانو او عمر خوړلو کسانو پر ارام او خوب ناوړه اغېز کوي.

 

یو شمېر اوسېدونکي د برېښنا د کمښت او نامنظم وېش مسوولیت د طالبانو پر حکومت اچوي او وایي، چې د برېښنا د دوامدارې برابرۍ نشتوالی د عامه خدمتونو د کمزورۍ څرګندونه کوي. هغوي زیاتوي، چې دا ستونزه هر کال د دوبي په موسم کې تکرارېږي، خو تر اوسه ورته بنسټیز حل نه دی موندل شوی.

 

افغانستان لا هم د برېښنا د تولید په برخه کې تر ډېره پر وارداتو متکي هېواد دی. د راپورونو له مخې، د هېواد یوازې شاوخوا ۱۵ تر ۱۷ سلنه اړتیا وړ برېښنا په کور دننه تولیدېږي، او پاتې ډېره برخه له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردېږي.

 

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۳۵ سلنه کورنۍ د برېښنا له ملي شبکې سره نښلول شوې دي، خو ډېرې یې یوازې د ورځې له پنځو تر لسو ساعتونو پورې برېښنا ترلاسه کوي.

 

کارپوهان وایي، چې تر هغو چې د اوبو، لمریزې او بادي برېښنا په څېر د کورنیو تولیدي پروژو پراختیا ته جدي پاملرنه ونه شي، افغانستان به د برېښنا د کمښت او پرله‌ پسې پرچاویو له ستونزې سره مخ پاتې وي.