کابل : د حزب اسلامي د مشر، ګلبدین حکمتیار زوې حبیب الرحمن حکمتیار وایي، چې که د جګړو پر ځای د ټولو اړخونو شتون ته درناوی وشي او واقعیتونه ومنل شي، نو په افغانستان او نړۍ کې به تلپاتې ثبات او ارامي ټینګه شي.

 

هغه ،د جولایۍ په ۱۹مه، په خپلې ایکس پاڼه لیکلي دي، چې که د یو بل د شتون درناوی وشي، خلک به د جګړو، بې‌ ثباتۍ او ناامنۍ له امله د خپل وطن پرېښودو او کډوالۍ ته اړ نه شي.

 

 

 

 

حبیب الرحمن حکمتیار د اسراییلي تاریخپوه یووال نوح هراري د نظر په حواله ویلي دي، چې نړیوالې او کورنۍ جګړې هغه وخت رامنځته کېږي چې انسانان د مقابل لوري شتون او واقعیت ونه مني او یا یې له پامه وغورځوي.

 

هغه ویلي دي، چې د اسراییل او فلسطینیانو شخړه، د اوکراین جګړه، پر ایران د امریکا بریدونه او د خلیجي هېوادونو پر ضد د ایران بریدونه ټول د یو بل د واقعیت د نه منلو بېلګې دي.

 

حبیب الرحمن حکمتیار د افغانستان اوسني وضعیت ته په اشارې سره ویلي دي، چې د طالبانو له لوري د هغو سیاسي شخصیتونو، مشرانو او ګوندونو نه منل چې د دوي له تګلارې سره مخالف دي، او همدارنګه د ښځو، ښوونځیو او پرمختللې ټکنالوژۍ په اړه د طالبانو دریځ، د مقابل لوري د واقعیت د نه منلو په چوکاټ کې راځي.

 

هغه زیاته کړې، کله چې یو لوری زیات ځواک ترلاسه کړي، نو د واقعیتونو د منلو او سولې د ټینګښت پر ځای د مقابل لوري د بشپړ له منځه وړلو هڅه کوي، چې د ده په وینا، همدا چلند د جګړو او کړکېچونو د دوام لامل ګرځي.