لنډي کوتل : د خیبر ضلعې په لنډي کوتل کې د سختو بارانونو له امله راوتلو ناڅاپي سېلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زيانونه اړولي دي. چارواکي وايي، د پاکستان ـ افغانستان پر لويه لاره يوه مسافر وړونکی ويګن او يو ويټز موټر د سېلابي اوبو ښکار شوي، چې له امله يې تر اوسه د درېيو کسانو مړي موندل شوي او يو شمېر نور کسان لا هم لادرکه دي.

 

د ریسکيو ۱۱۲۲ خیبر پښتونخوا وياند بلال احمد فيضي ،د جولایې په ۲۰مه، ويلي دي، چې د سېلاب له اوبو وړل شوي ويګن کې د سپرو کسانو له ډلې د يوې ښځې او يو سړي مړي د جمرود د جبې خوړ د «قدم» له سيمي څخه د ریسکيو ۱۱۲۲ د غوطه‌ ورو ډلو او ځايي خلکو په ګډو هڅو راايستل شوي دي. د يو ماشوم مړی هم د پراڼګ سنګ په سيمه کې د ریسکيو ۱۱۲۲ او سيمه ييزو خلکو په مرسته موندل شوی دی.

 

د ضلعي انتظاميې د معلوماتو له مخې، د ژغورنې ډلو له سېلابي اوبو څخه تر ۱۲ زيات ماشومان ژغورلي دي. په دې پېښه کې اته ټپيان د لنډي کوتل ضلعي روغتون ته لېږدول شوي، خو يو کم عمره ماشوم هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

 

 

لنډي کوتل کې سېلاب وړی د افغان کډوالو وېګن

 

 

چارواکي وايي، هغه ويګن چې افغان کډوال پکې سپاره وو، د سېلاب ښکار شوی او د ښځو او ماشومانو په ګډون يو شمېر کسان لا هم لادرکه دي. د رېسکيو ۱۱۲۲ غوطه ‌ورې ډلې او نورې مرستندويه ادارې د هغوي د موندلو لپاره د پلټنې او ژغورنې عملياتو ته دوام ورکوي.

 

سېلابونو د خیبر په بېلابېلو سيمو کې رابطوي سړکونه زيانمن کړي او ګڼو خامه کورونو ته يې هم جزوي زيان رسولی دی.

 

ریسکيو ۱۱۲۲ او ضلعي انتظاميې له خلکو غوښتي دي چې د بارانونو او سېلابونو پر مهال له سيندونو، خوړونو او نورو خطرناکو ځايونو څخه لرې پاتې شي او د هر ډول بېړني حالت په صورت کې دې سمدستي د ۱۱۲۲ مرستندويه شمېرې ته زنګ ووهي.