لنډی کوتل : د خیبر ضلعې په لنډي کوتل او جمرود کې ،د جولایۍ په ۲۰مه، د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له امله د مړو شمېر شپږو ته رسېدلی او ګڼ مالي زيانونه هم اوښتي دي.
د ريسکيو ۱۱۲۲ د معلوماتو له مخې، سېلابي اوبو درې موټرې وړي دي. د ژغورنې ډلو تر اوسه د شپږو کسانو جسدونه را ايستلي، چې پکې په لنډي کوتل کې دوه ځوانان او په جمرود کې يوه ښځه، يو ماشوم او دوه نور کسان شامل دي.
چارواکي وايي، چې د سېلابونو له امله د پاکستان ـ افغانستان پر لويه لاره هم تګ راتګ سخت اغېزمن شوی و او تر سلو زياتې ګاډۍ په بېلابېلو ځايونو کې بندې پاتې شوې وې. د ريسکيو ۱۱۲۲ ډلې وروسته دغه ګاډۍ او مسافر خوندي ځايونو ته انتقال کړل.
د ريسکيو ۱۱۲۲ په وينا، د ژغورنې په عملياتو کې له ۵۰ څخه زياتو کارکوونکو او غوته ورو برخه اخيستې وه. عمليات د علي مسجد کمپ، لنډي کوتل، سلطان خېلو، جمرود او تخته بېګ په سيمو کې ترسره شول او له بشپړېدو وروسته د ترافيکو تګ راتګ بېرته عادي شو.
د خیبر د ايمرجنسي افسر، انجينر شارق رياض خټک، ويلي دي چې د ريسکيو ۱۱۲۲ ټولې ډلې د خلکو د سر او مال د خونديتوب لپاره شپه او ورځ چمتو دي او د هر ډول بېړني حالت پر مهال به سمدستي مرستې رسوي.
ريسکيو ۱۱۲۲ له خلکو غوښتنه کړې ده چې د سختو بارانونو او سېلابونو پر مهال له غير ضروري سفرونو ډډه وکړي، د سيندونو او خوړونو غاړو ته دې نه ورځي او ماشومان دې اوبو ته له نږدې کېدو منع کړي.


شال نیوز