پارون : د افغانستان د نورستان ولایت په مرکز پارون کې ،د جولایۍ ۲۰مه، سخت سېلاب د ښار مرکزي بازار ته پراخ زیانونه اړولي دي او د سوداګریزو فعالیتونو لویه برخه یې اغېزمنه کړې ده.

 

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې او انځورونه ښيي چې د سېلاب اوبه د بازار له منځه تېرې شوې، ګڼ دوکانونه او ودانۍ یې نړولې او د خلکو شتمنیو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

 

په ځینو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې یو شمېر خلک په هوټلونو او مارکیټونو کې د سېلابونو له امله ګېر پاتې دي، او ځايي اوسېدونکي د رسمي مرستندویه ډلو له رسېدو مخکې په خپل سر د بند پاتې کسانو د ژغورنې هڅې کوي.

 

تر اوسه د طالبانو حکومت یا اړوندو ادارو د دې پېښې په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره کړي. همداراز، د مرګ ژوبلې په اړه هم کره او تایید شوي راپورونه نه دي ورکړل شوي او لا څرګنده نه ده چې د ژغورنې رسمي ډلې سیمي ته رسېدلې دي که نه.

 

د سیمي اوسېدونکي د اوښتو زیانونو د پراخوالي په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي چې د سېلابونو له امله د پارون بازار ډېره برخه زیانمنه شوې ده.

 

نورستان، چې غرنی او د طبیعي پېښو له پلوه زیانمن ولایت ګڼل کېږي، پخوا هم د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو شاهد پاتې شوی دی. د روانو سېلابونو د زیانونو بشپړه کچه به د رسمي ارزونو له بشپړېدو وروسته څرګنده شي.