پبي/خیراباد/رسالپور/شیرین کوټ : د خیبر پښتونخوا د نوښار ضلعې په پبو، خيراباد، رسالپور او شيرين کوټې سيمو کې د افغان کډوالو پر ضد د پراخو عملياتو پر مهال ۷۶ افغان کډوال نيول شوي دي.

 

د ضلعې د مرستيال کمېشنر (ای ډي سي) د جولایۍ په ۲۰مه، ویلي دي چې د افغان کډوالو د ستنولو د روان بهير په ترڅ کې تر اوسه له ۱۱۰۰ زيات ناقانونه افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته لېږل شوي دي.

 

د پبو اسسټنټ کمېشنرې ،مريم حميد، د چوکي درب په سيمه کې د افغان کډوالو د رضاکارانه ستنېدو او عملياتو څارنه کړې ده. چارواکو هلته مېشتو لسګونو افغان کورنيو ته د يوې اوونۍ په موده کې د سيمي د پرېښودو امر کړی دی.

 

بل لور ته يو شمېر افغان کډوال وايي، چې له دوي سره ناعادلانه چلند کېږي. د دوي په وينا، د ستنېدو لپاره ورته کافي وخت نه ورکول کېږي، لا هم د خلکو مالي حسابونه، پورونه او د کورونو د کرايې ستونزې نه دي هوارې شوې.

 

د نوښار ډپټي کمېشنر ،ګوهر زمان وزير، شال نيوز ته ويلي دي چې په ضلعه کې د افغان کډوالو ټول ستر کمپونه خالي کړل شوي دي او اوس په ښاري سيمو کې هم د ناقانونه افغان کډوالو پر ضد عمليات روان دي.

 

هغه زياته کړه، چې د هغو افغانانو پر ضد به هم قانوني اقدام کېږي چې د ويزو موده يې پای ته رسېدلې وي، او هغوي به هم بېرته افغانستان ته ستانه کړل شي. ګوهر زمان وزير وويل، چې حکومت بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو ته د ترانسپورټ اسانتياوې هم برابروي.

 

د نوموړي په وينا، هغه افغانان چې له پاکستانۍ ښځو سره يې ودونه کړي يا د محکمو له خوا ورته قانوني ريليف ورکړل شوی، د روانو عملياتو برخه نه دي.