باجوړ : د ملاکنډ ډویژن د ځانګړي مالي حیثیت د ساتنې او د نويو ټیکسونو پر ضد د روان احتجاج په لړ کې، نن ،د جولایۍ په ۲۱مه، د باجوړ په ټوله ضلعه کې بشپړ شټر ډاون هړتال دوام لري. د هړتال له امله د باجوړ د مرکز خار  په ګډون د ضلعې ټول لوي بازارونه، دوکانونه او سوداګریز مرکزونه تړلي او سوداګریز فعالیتونه په بشپړه توګه درېدلي دي.

 

د سوداګرو ټولنو د وفاقي حکومت د نويو ټیکسونو پرېکړه رد کړه او د احتجاج په توګه یې خپلې ټولې سوداګریزې چارې ودرولې. په خار بازار او نورو مهمو بازارونو کې چوپتیا ده، او ګڼ خلک د ورځنیو اړتیاوو د توکو په اخیستلو کې له ستونزو سره مخ دي.

 

د سوداګرو مشرانو وویل، چې د ملاکنډ ډویژن ځانګړی اییني او مالي حیثیت باید خوندي پاتې شي او پر دې سیمه د نويو ټیکسونو لګول د منلو وړ نه دي. هغوي له حکومته وغوښتل چې خپله پرېکړه بېرته واخلي او د سوداګرو او ولس اندېښنو ته جدي پاملرنه وکړي.

 

دوي خبرداری ورکړ، که حکومت د دوي غوښتنې ونه مني، نو احتجاجي تحریک به نور هم پراخ کړي او د راتلونکو ګامونو اعلان به وکړي.

 

د یادونې وړ ده چې د ملاکنډ ډویژن په کچه د ورکړل شوې احتجاجي بلنې په ځواب کې د باجوړ سوداګرو هم بشپړه همغږي وښوده او ټول کاروبارونه یې تړلي وساتل، چې له امله یې سوداګریز فعالیتونه سخت اغېزمن شوي دي.