واڼا : د کوز سویلي وزیرستان د واڼا په پولیس لاین کې د کراب کوټ سیمي د ځمکې پر سر د روانې شخړې د هواري لپاره د کرمز خېل قام مشرانو د ضلعي پولیسو له مشر، محمد طاهر شاه وزیر، سره جرګه کړې ده.

 

دا جرګه په داسې وخت کې شوې ده چې سیمه‌ ییز مشران هڅه کوي د ځمکې لانجه د خبرو، جرګې او قانون له لارې حل شي، څو د قبیلو ترمنځ د وسله‌ والو نښتو مخه ونیول شي.

 

د پولیسو په خبره، د جرګې پر مهال د کرمز خېل قام مشرانو خپل دریځ، اندېښنې او د شخړې اړوند معلومات د پولیسو له مشر سره شریک کړل. نوموړي د دواړو خواوو د خبرو د بې‌ طرفه اورېدو او د عادلانه پرېکړې ډاډ ورکړ.

 

د پولیسو مشر محمد طاهر شاه وزیر وویل، چې دا پخوانۍ او حساسه شخړه به د قانون، انصاف، د قبایلي جرګې د دود او د دواړو لورو د رضایت پر بنیاد هواره شي. هغه زیاته کړه چې د موضوع د حل لپاره به د ډسي خېل او کرمز خېل دواړو قامونو مشران او استازي واڼا پولیس لاین ته راوبلل شي، څو د هغه په مشرۍ ګډه جرګه ترسره شي او د دواړو خواوو دریځونه واورېدل شي.

 

هغه وویل، چې د جرګې موخه یوازې د اوسني اختلاف هوارول نه دي، بلکې دا هم ده چې شخړه په وسله‌ واله نښته بدله نه شي او په سیمه کې تلپاتې سوله او ټولنیز ثبات خوندي پاتې شي.

 

چارواکي وایي، چې د جرګې د پرېکړو پر بنیاد به د ځمکې د ملکیت، پولو او اړوندو دعوو په اړه د قانوني او قبایلي اصولو له مخې پرېکړه وشي، څو دواړه لوري د منلو وړ حل ته ورسېږي.

 

په کوز سویلي وزیرستان کې د ځمکو پر سر شخړې له ډېرو کلونو راهیسي د قبایلو ترمنځ د تاوتریخوالي یو مهم لامل ګڼل کېږي. د سیمي اوسېدونکي وایي، د ځمکو د پولو، ملکیت او د قبایلي سیمو د حدودو په اړه لانجې وخت ناوخت په وسله ‌والو نښتو بدلې شوې دي.

 

د روان ۲۰۲۶م کال د جون په میاشت کې هم د توی‌ خلې د ګل کچ په سیمه کې د ځمکې پر سر د دوو فرعي قبیلو ترمنځ نښته وشوه چې لږ تر لږه پنځه کسان پکې ووژل شول او دوه نور ټپیان شول. پولیسو ویلي وو چې دغه نښته د ځمکې او د سړک د پروژې پر سر د اوږدې مودې شخړې له امله رامنځته شوې وه.