پېښور : د وفاقي حکومت له لوري د نويو ټیکسونو د نافذولو پر ضد نن ،د جولایۍ په ۲۱مه، د ملاکنډ ډویژن په ټولو ضلعو کې بشپړ شټر ډاون او په ځینو سیمو کې پیه جام هړتال روان دی. دا احتجاج د ملاکنډ سوداګرو فدریشن او د سوداګرو اتحادیو په بلنه ترسره کېږي.

 

په سوات کې د مینګورې، سیدو شریف، کبل، بریکوټ، مدین، بحرین، خوازه خېلې او مټې بازارونه تړلي دي. په بر دیر کې د واړۍ، اخګرام، کمراټ، تهال، دیر، جاګام، براول او داروړې ټول بازارونه بند دي. په کوز دیر، بټخېله، درګۍ، سخاکوټ، بونېر، شانګله او بر او کوز چترال کې هم سوداګرو خپل کاروبارونه تړلي دي او سوداګریز فعالیتونه په ټپه ولاړ دي.

 

په باجوړ کې هم د خار، عنایت کلي، ناوګۍ، ماموند او سلارزو په ګډون ګڼ بازارونه تړلي دي. سربېره پر دې، د خیبر او یو شمېر نورو ضم شويو قبایلي ضلعو کې هم د سوداګرو او ولسي ډلو له خوا د احتجاجونو او د هړتالونو راپورونه ورکړل شوي دي، خو د ټولو ضم شويو ضلعو د بشپړ شټر ډاون خپلواک تایید تر اوسه نه دی شوی.

 

د سوداګرو مشران وايي، چې ملاکنډ ډویژن د قانون له مخې د مالیاتو ځانګړی حیثیت لري او د وفاقي حکومت له خوا د نويو ټیکسونو نافذول د سیمي له قانوني او تاریخي امتیازاتو سره په ټکر کې دي. د دوي په وینا، ملاکنډ د کلونو ناامنۍ، پوځي عملیاتو او طبیعي افتونو له امله اقتصادي زیانونه لیدلي او خلک یې د نويو مالیاتو د زغملو توان نه لري.

 

احتجاج کوونکو له وفاقي حکومته غوښتي دي چې د ټیکسونو پرېکړه سمدستي بېرته واخلي. د سوداګرو مشرانو خبرداری ورکړی دی، چې که غوښتنې یې ونه منل شي، نو له شټر ډاون وروسته به د پیه جام احتجاج پېل کړي او په وروستي پړاو کې به اسلام ‌اباد ته د اوږد لاریون اعلان وکړي.

 

بل لور ته، د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمد سهیل اپریدي تر دې وړاندې اعلان کړی و چې په ملاکنډ ډویژن او ضم شويو قبایلي ضلعو کې به صوبايي مالیات ختم کړل شي، خو سوداګر وايي چې د دوي اوسنی احتجاج د وفاقي حکومت له خوا د وړاندیز شويو مالیاتو پر ضد دی.