هرات : له چین څخه د شاوخوا ۵۰۰ ټنه سوداګریزو توکو بار وړونکی لومړی اورګاډی د ایران له لارې د افغانستان د هرات ولایت روزنک تمځای ته رسېدلی دی. چارواکي وايي، دا پرمختګ به د افغانستان لپاره د سوداګرۍ او ټرانزیټ نوې اسانتیاوې برابرې کړي.
د ایراني رسنیو له خوا ،د جولایۍ په ۲۱مه، د خپور شوي راپورونو له مخې، اورګاډی له بېجینګ څخه روان شوی او د ایران د اورګاډي شبکې او د خواف - هرات د پټلۍ له لارې هرات ته رسېدلی دی.
د ایران او افغانستان د اورګاډي دهلېز مشر مصطفی رضايي ویلي دي، چې دا لومړی ځل دی چې له چین څخه افغانستان ته سوداګریز توکي د لارې په اوږدو کې له ښکته او بیا پورته کولو پرته د اورګاډي له لارې لېږدول کېږي. د هغه په وینا، په اورګاډي کې شاوخوا ۵۰۰ ټنه فایبر بورډ بار و او د دې لارې په فعالېدو سره به د توکو د لېږد وخت کم، لګښتونه راټیټ او سیمه ییزه سوداګري پیاوړې شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې هم د دې پرمختګ هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د منځني ختیځ د وروستیو کړکېچونو له امله د چابهار، بندر عباس او جبل علي بندرونو له لارې ټرانزیټ اغېزمن شوی و، چې د افغانستان پر وارداتو او د توکو د رسولو پر لړۍ یې منفي اغېز کړی و. د خونې په وینا، د اورګاډي دا لاره کولی شي د دغو ستونزو لپاره یو اغېزناک بدیل شي او افغانستان له نړیوالو بازارونو سره لا ښه ونښلوي.
د خواف - هرات د اورګاډي پټلۍ ۲۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چې ۸۵ کیلومتره یې په ایران او ۱۴۰ کیلومتره یې په افغانستان کې ده. د دې پروژې کار په ۲۰۰۷م کال کې پېل شوی و او ایران پرې له ۶۶۰ میلیونه امریکايي ډالرو څخه ډېره پانګونه کړې ده. د پروژې وروستی پړاو، چې د روزنک تمځای د هرات ښار، صنعتي زون او هوايي ډګر سره نښلوي، لا هم د جوړېدو په حال کې دی.
دا پټلۍ د پنځو هېوادونو د اورګاډي دهلېز برخه هم ده، چې هدف یې د چین، قرغزستان، تاجکستان، افغانستان او ایران ترمنځ د اورګاډي له لارې سوداګریزې اړیکې پراخول دي. دغه پروژه د چین د “بیلټ او سړک” نوښت یوه مهمه برخه هم بلل کېږي.
اقتصادي کارپوهان وايي، چې د سمندر له مستقیم لاسرسي بې برخې افغانستان لپاره د اورګاډي دا ډول لارې ځانګړی اهمیت لري. د دوي په وینا، دا دهلېز به د وارداتو لګښتونه راکم کړي او د افغانستان د کانونو، کرنیزو محصولاتو او نورو تولیداتو د صادراتو لپاره به هم نوي فرصتونه برابر کړي.
خو کارپوهان ټینګار کوي چې د دې پروژې بریا به د سیمي پر امنیت، سیاسي ثبات او د افغانستان، ایران، چین او د منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ پر دوامداره همکارۍ پورې تړلې وي.


شال نیوز