واڼا : د عوامي نېشنل ګوند (ای اېن پي) د کوز سویلي وزیرستان ضلعي مشر ،اياز وزير، په واڼا کې په يوه بیړنۍ خبري غونډه کې د امنيتي ځواکونو له لوري په بېلابېلو سيمو کې د لګول شويو محدوديتونو پر ضد نيوکه وکړه او ويې ويل چې دغه اقدامات د خلکو ورځنی ژوند او اقتصادي چارې اغېزمنوي.

 

اياز وزير ،د جولایۍ په ۲۱، د ګوند نورو ضلعي مخکښو ترڅنګ خبري غونډې ته وويل، چې په وروستيو ورځو کې په ځينو سيمو کې ناکه ‌بندۍ، د شپې له نهو بجو وروسته د تنۍ چيک پوسټ تړل، د ځينو کورونو مبينه پوځي استعمال او د شازور، لوډر او سنګل کېبن موټرو پر تګ راتګ محدوديتونه د خلکو، سوداګرو او ټرانسپورټرانو لپاره ګڼې ستونزې جوړې کړې دي.

 

هغه وويل، چې که څه هم امنيتي ادارو د ځانمرګو بريدونو د احتمالي ګواښونو له امله دغه بنديزونه لګولي دي، خو د ده په خبره، بايد د خلکو ورځني ژوند او اقتصادي اړتياوې هم په پام کې ونيول شي.

 

د عوامي نېشنل ګوند ضلعي مشر غوښتنه وکړه چې پر دغو محدوديتونو دې له سره غور وشي او د تنۍ چيک پوسټ له لارې دې د مېوو او سبزيو باروړونکو موټرو ته د ورځې او شپې په ټولو ساعتونو کې د تګ راتګ اجازه ورکړل شي، څو بزګران، سوداګر او ټرانسپورټران له نورو مالي زيانونو وژغورل شي.

 

اياز وزير دا دعوه هم وکړه چې په يو شمېر سيمو کې د خلکو پر کورونو د امنيتي ځواکونو مبينه قبضې او يا دايمي شتون د سيمه ييزو اوسېدونکو اندېښنې زياتوي. هغه له حکومت او امنيتي ادارو وغوښتل چې د خلکو بنسټيز حقونه، په ځانګړي ډول د تګ راتګ ازادي او د شخصي ملکيتونو ساتنه، يقيني کړي او هغه محدوديتونه لرې کړي چې د خلکو د ستونزو لامل ګرځي.

 

هغه زياته کړه چې امنيت د سيمي د خلکو ګډه غوښتنه ده، خو د ده په وينا، امنيتي تګلارې بايد داسې وي چې د خلکو ورځنی ژوند، سوداګري او کرنيز فعاليتونه له خنډ سره مخ نه کړي.

 

د خبري غونډې په پای کې د عوامي نېشنل ګوند مشرانو له وفاقي او خیبر پښتونخوا حکومت، او همدارنګه له امنيتي چارواکو وغوښتل چې د ولس ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او د امنيتي تدبيرونو او ولسي اسانتياوو ترمنځ متوازن سياست غوره کړي.

 

تر اوسه د عوامي نېشنل ګوند د دغو څرګندونو په اړه د پوځ، امنيتي ځواکونو يا د خیبر پښتونخوا حکومت له لوري کوم رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.