کړاپه : د خیبر پښتونخوا د هنګو ضلعې د کړاپې په سیمه کې د سړک غاړې د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې د کرمې د امن کمېټۍ مخکښ غړی او د امن تړون مهم ګډونوال، ملک عزت ګل، وژل شوی او یو بل کس ټپي شوی دی.
د پولیسو په وینا، ملک عزت ګل ،د جولایۍ په ۲۱مه، له هنګو څخه خپل کور شاهو ته روان و، چې د ښار تاڼې په حدودو کې د کړاپې پر سړک یې موټر د ماین ښکار شو. چارواکي وایي، له چاودنې وروسته د ډزو پېښه هم رامنځته شوه، چې پکې ملک عزت ګل او د هغه ملګری شعیب ټپیان شول او روغتون ته ولېږدول شول.
د هنګو د پولیسو مشر (ډي پي او) طارق حبیب ویلي دي، چې ملک عزت ګل په چاودنه کې سخت نه و ټپي شوی، خو وروسته یې د زړه د حملې له امله ساه ورکړه.
د پولیسو په وینا، ملک عزت ګل د کرمې د امن کمېټۍ او د سیمي د سولې د تړون یو مهم غړی و او په کرمه، اورکزو او هنګو کې یې د سولې د ټینګښت لپاره فعاله ونډه لرله.
پولیسو د پېښې له رامنځته کېدو وروسته سیمه کلابنده کړې، شواهد یې راټول کړي او د برید په اړه یې پلټنې پېل کړې دي. تر اوسه د دې برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.
بلخوا، د کرمې قبایلي مشرانو ملک سید اصغر او حاجي جمیل حسین د ملک عزت ګل وژل کېدل ستر تاوان بللی دی. هغوي ویلي دي، چې نوموړي د کرمې په ضلعه کې د سولې لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کړې وې او د هغه مړینه به د سیمي د تلپاتې سولې پر هڅو منفي اغېز وکړي.


شال نیوز