کابل : د افغانستان پخواني ولسمشر ،محمد اشرف غني، ویلي دي چې افغانان حق لري له واکمنو وپوښتي چې د نورستان د وروستیو ویجاړوونکو سېلابونو د مخنیوي او مدیریت لپاره ولې لازم چمتووالی نه و نیول شوی.
غني ،د جولایۍ په ۲۱مه، په خپله فېسبوک پاڼه کې د نورستان له سېلاب ځپلو کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي دي، چې خلک حق لري وپوښتي چې د کونړ له پخوانیو طبیعي پېښو څخه څه درسونه اخیستل شوي او ولې د نورستان د غمیزې لپاره اغېزمن تدابیر نه وو نیول شوي.
هغه ویلي: «ملت حق لري له هغو کسانو چې واک چلوي وپوښتي چې د کونړ له پېښو څه درسونه اخیستل شوي او د نورستان غمیزې ته ولې چمتووالی نه و.»
د افغانستان پخواني ولسمشر زیاته کړې، چې کېدی شي ځیني کسان چې ،د ده په وینا، ولس ته د ملت پر ځای د رعیت په سترګه ګوري، دا ډول پوښتنې د خلکو له حقه بهر وبولي، خو ټینګار یې کړی چې دا پوښتنې پر ځای دي او باید ځواب ورته وویل شي.
غني د خپلې واکمنۍ د دورې یوې تجربې ته په اشارې ویلي، چې د ۱۳۹۵م کال په دلوه میاشت کې یې د پارون او شاوخوا سیمو د سختو واورو له پېښې وروسته د سیمي د لیدنې هڅه کړې وه، خو د خرابې هوا له امله هلیکوپټر ونه توانېد چې په خوندي ډول کښیني.
هغه ویلي: «له ملت سره تعهد یوازې د امتیازونو او خوښیو لپاره نه وي، بلکې د خلکو په درد او غم کې باید تر ټولو څرګند وي.»
پخواني ولسمشر د نورستان ستراتیژیک اهمیت ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، چې نورستان یوازې د طبیعي ښکلا او ګرځندوی سیمه نه ده، بلکې له کونړ او بدخشان سره یو ځای د لیتیمو پر مهمو زیرمو پروت دی.
د هغه په وینا، د خپلې واکمنۍ پر مهال یې پلان درلود چې نورستان له کونړ، بدخشان او وروسته د چین له پولې سره ونښلوي، څو دغه سیمه د سوداګرۍ پر مهم دهلېز بدله او د سیمي اقتصادي وده د طبیعي پېښو پر وړاندې د خلکو د مقاومت وړتیا هم پیاوړې کړي.
غني همداراز پر شتمنو افغانانو غږ کړی دی چې له سېلاب ځپلو کورنیو سره بېړنۍ بشري مرستې وکړي او ټینګار یې کړی چې د اقلیم بدلون او د کونړ او نورستان د ځنګلونو وهل د طبیعي پېښو د زیاتېدو مهم عوامل دي، نو د ځنګلونو ساتنه او د نویو ونو کرل باید جدي لومړیتوب وګرځي.
د یادونې وړ ده، چې د نورستان ولایت په مرکز پارون کې دوه ورځې وړاندې د سختو بارانونو له امله ویجاړوونکي سېلابونه راوتلي وو. د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې د وروستیو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ۲۳ کسان مړه شوي، د ۱۵ کسانو جسدونه موندل شوي او تر ۱۰۰ زیات کسان لا هم ورک دي، چې د هغوي د لټون او ژغورنې عملیات روان دي.


شال نیوز